Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د برېټانیې سفارت له خوا د موسیقۍ فېسټیوال

کابل کې د برېټانیې سفارت د افغانانو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ د ډېروالي په پار د موسیقۍ یو فېسټیوال جوړ کړ.

په دغه فېسټیوال کې ځينو افغان سندرغاړو، د هېواد محلي سندرې وبللې.

د ښارونو د یوځای کولو په نوم د سیمه‎يیزې موسیقۍ د ترکیبي جوړښت نوې تجربه، دغه پروګرام د برتانیې لخوا د سیمه‎يیزې موسیقۍ د بډایه کولو او همداراز د افغانستان په ګډون د هېوادونو د وګړو ترمنځ د وحدت او یووالي په موخه جوړ شوی دی.

له ټولې نړۍ د ۱۲هنرمندانو په غږونو هزارګي، ازبکي، پښتو او فارسي سیمه‎ییزې موسیقي د برېټانیې په سفارت کې نندارې ته وړاندې کېږي.

په کابل کې د برتانیې سفیر د موسیقۍ، کلتور او د افغانستان د ژبو تنوع په هېواد کې د وحدت او تاریخي میراثونو بېلګه بولي.

کابل کې د برېټانیې سفیر نېکولاس کي په دې اړه څرګنده کړه:« د ښارونو د یوځای کولو پروګرام یا مکس ده سیټي، دا د افغانستان د موسیقۍ، کلتور او ژبې د تنوع فستیوال دی، د دې پروګرام له مخې د افغانستان د کلتور او موسیقۍ د بډایه کولو لپاره له نوې ټکنالوژۍ کار اخیتسل کېږي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد د سیمه‎يیزې موسیقۍ بهیر ناسم بولي.

د اطلاعاتوا و کلتور وزارت مرستیال رسول باوري څرګنده کړه:«د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دي په هڅه کې دی، چې موسیقي په ځانګړې توګه د افغانستان موسیقي خپل اصلي مسیر ته سوق کړي.»

دا یو انټرنېټي پروګرام دی چې د ټولې نړۍ کارونکي کولای شي د موسیقۍ او د خپلو ښارونو له ترکیبه نوې ټولګه رامنځته کړي ترڅو د خپل هېواد کلتور نندارې ته وړاندې کړي. د مکس ده سیټي په نوم پروګرام په ۲۰۱۶ کال کې د برېتانیې لخوا د هېوادونو د کلتوري ارزښتونو د خوندیتوب په موخه پیل شو.

په کابل کې د برېټانیې سفیر دغه فېسټیوال د افغانستان د موسیقۍ د بډاینې لپاره د دغه هېواد د پروګرامونو یوه برخه بولي.

شریک یي کړئ