د افغانستان اماتور سندرغاړی یونس نن د ۷۶ کلونو په عمر ومړ او له ابدي نړۍ سره یوځای شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغانستان د دغه نامتو سندرغاړي د مړینې پخلی کړی او د هغه خپلوانو او پلویانو ته یې تسلیت ویلی دی.
یونس، په راډیو کې کابو ۲۰۰ سندرې لري او همدارنګه کابو ۳۰ سندرې د افغانستان په ملي ټلوېزیون کې ثبت کړي دي.
د هېواد دغه اماتور سندرغاړی د اسټرالیا په ملبورن ښار کې ژوند کاوه او ټاکل شوې ده چې سبا په همدې ښار کې خاورې ته وسپارل شي.
هغه، په اته کلنۍ کې د سندرو بللو ته مخه کړه کلونه په افغانستان او وروسته د مسافرت په وطن کې د افغانستان دردونه یې په سندرو کې څرګند کړل.
یونس ښوونځی د کابل په اماني لېسه کې بشپړ او لیسانس یې هم د ځمکپونې په برخه کې له مسکوه اخیستی وه.