د بامیان د بودا مجسمه چې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د طالبانو له خوا ویجاړه شوې وه،د یوه چینايي خاوند او مېرمنې له حیرانوونکي نوښت سره د د درې اړخیزه نور څخه په ګټې اخیستنې سره له ۱۴ کلونو څخه وروسته نندارې ته وړاندې کړ.
د دغه چیني خاوند او مېرمنې نوښت او هڅو د بامیانو خلک او د بتونو د سیمې ننداره چیان ۱۴ پخوانیو کلونو ته وېوړل،هغه مهال کله چې بودا په خپل ځای ولاړ وو او د هغه د درې اړخیزه انځور په لیدو سره فکر یې وکړ چې بودا بېرته راستون شوی دی.
دغه چیني خاوند او مېرمن وايي چې دغه کار یې د افغانستان د خلکو لپاره د چین د خلکو ډالۍ په توګه ترسره کړی دی.
د جانسین هو، او مېرمن یې لیان هو، په مشرۍ د یوې ۱۲ کسیزه چنايي ډلې له ډېرو هڅو څخه وروسته بریالي شول چې د صلصال مجسمه د درې اړخیزه نور په واسطه بیاورغوي او نندارې ته یې وړاندې کړي.
د ویلو ده چې د بامیانو بتونه څه باندې یو زرو ۶۰۰ کاله لرغونتیا لري.
د بامیان یوه اوسېدونکي سید جواد وویل: "دا زموږ لپاره یوه تاریخي شېبه ده او زه فکر کوم چې دغې شېبه،زموږ تاریخ یې زموږ په یاد کړ،هغه څه چې د طالبانو له خوا ویجاړ شوو او موږ له هغه نه خوابدي یوو".
هغه زیاته کړه: "دا نه شي کولای چې د بودا تش ځای ټک کړي،خو دا هغه شی دی چې موږ ته ښيي چې بودا مړ شوی نه دی".
یو له نوښتګرو څخه لیان هو وویل: "که څه هم دا د نور یوه برخه ده،خو کولای شي چې د بامیانو بتونه ستاسو په ذهنونو کې ژوندي کړي.زه فکر کوم چې دا کولای شي چې حداقل خلکو ته ووايي چې یو وخت دلته ښکلو مجسمو شتون درلود".
هغه روښانه کړه: " هغه مهال چې دلته ژور فرهنګ او تاریخ شتون درلود.موږ هیله لرو چې د دغه نوري فناورۍ په کارونې سره د بامیان فرهنګ او تاریخ ته خپل درناوی وښیوو".
د ولسمشر لومړي مرستیال محمد سرور دانش په وینا کې وویل چې بامیان په ۲۰۱۵ کال کې د سارک د فرهنګي مرکز په توګه ټاکل په وروستیو کلونو کې د هېواد یوه له سترو لاسته راوړنو څخه دی.
هغه د سارک غړو او نورو هېوادونو څخه وغوښتل تر څو له افغانستان سره په تاریخ کې بامیان د خپل حقیقي ځای ته د ستنېدو لپاره مرسته وکړي.