بازار
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
بازار: د سویس ۳۵ میلیون ډالره مرسته او د کجکي بند قرارداد
د مالیې وزارت د کب ۱۵مه د سویس د مرستو په برخه کې د خپلو ژمنو پر بنسټ له افغانستان سره هر کال ۳۵ میلیونه ډالرو مرستو خبر ورکړ.
دا وزارت وايي چې د دغه هوکړه لیک له مخې به سویس تر دې وروسته د پراختیایي پروژو د پلې کولو، تخنیکي همکاریو او بشري مرستو په برخو کې د ملي بودجې له لارې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
پر همدې موضوع د مالیې وزارت ویاند، اجمل حمید عبدالرحیمزي سره خبرې شوې دي.
همداراز کوربنې زرمینې محمدي د کجکي برېښنا بند پېر په اړه چې یوه ترکي شرکت اخیستی، د برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب سره خبرې کړې دي.