بازار
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
بازار: څارنوالۍ ته د ټرانسپورټ وزارت ۶۰ کارکوونکي معرفي کول
د ټرانسپورټ وزیر، د دغه وزارت د ۶۰ کارکوونکو دوسیې چې پر فساد او د دغه وزارت د عوایدو په تالاترغۍ کې په لاس لرلو تورن دي لویې څارنوالۍ ته استولي دي.
د ترانسپورټ وزیر مني چې د بېلا بېلو دلایلو له کبله د دغه وزارت ۷۰ سلنه عواید بې ځایه لګول کېږي او یا هم شخصي جېبونو ته ځي.
دی وايي، د فساد د مخنیوي په پار يې د ترانسپورټ وزارت ځينې کارکوونکي چې په فساد کې ښکېل وو لویې څارنوالۍ ته ور پېژندلي دي.
په دې خپرونه کې زرمینه محمدي د ترانسپورت وزیر، حمیدلله طهماسي سره پر همدې موضوع خبرې کړې دي.