بازار
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
بازار: ښايي د ټاپي پروژه له ځنډ سره پلې شي
د کانونو وزارت چارواکي وايي چې د ترکمنستان څخه افغانستان ته د ګازو نللیکې لیږد نشتوالي ترڅنګ، تر دې دمه د دې پروژې لپاره ځمکې نه دي استملاک شوي.
کارپوهان وايي د تاپي پروژې د پرانستلو لپاره یونیم کال وخت پاتې دی خو حالاتو ته په کتو سره دا پروژه به څو کاله وخت ونیسي.
په دې خپرونه کې کوربنې، زرمینه محمدي د کانونو وزارت ویاند، عبدالقدیرمطفی سره خبرې کړې دي.
بله برخه کې د نفتي موادو ادارې سوداګریز مرستیال، خلازای سره کابل کې د تیلو بیو لوړوالي په اړه خبرې شوي دي.
همداراز دې خپرونه کې له ترکیې سره د افغانستان هوايي کږلیچ پرانیستي په اړه د ولسمشر د ځانګړي سلاکار د عامه اړیکو مسوؤل، سمیر رسا سره خبرې کړې دي.