Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سیاسي هوکړه لیک پر عملي کېدو د اجرائیه ریاست ټينګار

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې پر عملي کېدو ټينګار کوي او وايي چې ولسمشر او اجرائیه رئیس باید خپل اختلافونه پای ته ورسوي.

اخوا د حکومت یو شمېر مخالف ګوندونه وايي چې ولسمشر او اجرائیه رئیس د هېواد د ګټو پر ځای د خپلو شخصي ګټور لپاره کار کوي.

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق له طلوع نیوز سره په مرکه کې د دواړو مشرانو ترمنځ د اختلافونو دوام په اړه اندېښنه لري او وايي چې دغو اختلافونو د هېواد ستونزې زیاتې شوې دي.

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق وویل:«بنسټونه باید خپل صلاحیتونه ولري،که‎چېرې وزیر دی باید واقعاً د وزیر له صلاحیتونو سره دې وزیر وي،که‎چېرې رئیس دی ځکه چې سیاسي اختلافونه یقیناً پر امنیتي او اقتصادي مسایلو اغېزه کوي.»

د سولې د عالي شورا مرستیال دا اختلافونه تر اوسه هم له ننګونو ډکې بولي.

د سولې عالي شورا مرستیال عبدالحبیب اوقچون څرګنده کړه:«د حکومت مشران په خپل منځ کې مسایل په دوستانه او ورورولۍ سره حل کړي.په لیرو پرتو سیمو کې زموږ پوځيانو ته دې رسېدنه وکړي،هغوی ډوډۍ نه لري،وسله او مهمات نه لري او په کلابندۍ کې دي.»

اخوا د حراست او ثبات شورا وايي چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ بې باورۍ تر هغې ژورۍ ریښې لري چې فکر یې کېږي.

د حراست او ثبات ګوند ویاند مسعود ترشتوال وايي:«اجرائیه رئیس د خپلو او د خپلو خپلوانو او سیاسي متحدانو د ګټو په فکر کې دی.بلخوا ولسمشر،له یوې محدودې ټولکې سره چې د افغانستان د واک د انحصار لپاره هڅه کوي »

د ولسمشر او اجرایه رئیس ترمنځ اختلافونه هغه مهال رسنیز شول چې اجرائیه رئیس ولسمشر د قدرت په انحصار تورن کړ او زیاته یې کړه هغه کس چې د مرکې حوصله ونه لري د ولسمشرۍ وړ هم نه دی.

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې پر عملي کېدو ټينګار کوي او وايي چې و

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه