Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اترا چېرته ده؟ د معتریضو او چارواکو غونډه بې پایې پای ته ورسېده

د پلازمېنې ځینو اوسېدونکو «اترا چېرته ده»(اترا کجاست)په نوم کمپاین له ترسراوي سره پر هغه څه یې اعتراض وکړ چې ګواکې هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره د مخابراتي شرکتونو فعالیتونو په څار کې بې وسه ده.

هېوادوال له بېلابېلو ولایتونو څخه پلازمېنې ته راغلي څو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ستونزې د مخابراتي خدمتونو او شرکتونو د تنظیم ادارې له مسوولینو سره مخامخ شریکې او حل کړي.

د مخابراتي شرکتونو د کارکونکو ناوړه چلند، د مخابراتي خدمتونو په تېره بیا انټرنیټ ټیټ کیفیت او لوړه بیه او د مخابراتي خدمتونو د لس سلنې مالیې د راټولولو په بهیر کې د روڼتیا نشتوالی د اعتراض کوونکو شکایتونه دي.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د بورډ رییس نجیب عزیزي په دې اړه وویل:«اصلي ستونزه د اعلانونو او وړاندیزونو ده، په ځانګړې توګه د وي ای اس په خدمتونو کې، موږ په بشبړه توګه دا ستونزه درک کوو تر کومه ځایه چې له تخنیکي پلوه حل لارې شتون لري، انشالله مخابراتي شرکتونه په دې اړه ځینې پرمختګونه لري دي. یو له دغو پرمختګونو دا دی چې ټولو شرکتونو ژمنه کړې چې له دې وروسته د هر خدمت د فعالولو لپاره له پېرودونکو بیا تصدیق واخیستل شي.»

وي اې اس خدمات چې د اعتراض کوونکو په وینا مشریانو ته د کافي مالوماتو له ورکولو او د غیرفعالولو د طریقو له روښانه کولو پرته او د پیسو د غلا په موخه په لسګونه ډوله د مخابراتي شرکتونو لخوا ترسره کېږي.

دوی وایي یوه نیمه میاشت مخکې هم اترا ادارې ژمنه کړې وه چې تر یوې اوونۍ پورې به دا خدمتونه معیاري شي خو تراوسه نه دي توانېدلي چې د مخابراتي شرکتونو د غلاوو مخه ونیسي.

د بدخشان اوسېدونکی عتیق راغیستاني وايي:«زه په دغې اعتراضیه غونډه کې د بدخشان د ځوانانو په استازیتوب ګډون کړی. دوی مخابراتي شرکتونه رابللي وو څو خلکو ته قناعت ورکړي چې له جېبونو یې غلاوې نه کوي خو قناعت یې ور نه کړای شو.»

د روشن مخابراتي شرکت د عامه اړیکو مسوول شیفع شریفي څرکندوي:«اسلامي خدمتونه دي، سپورټي خدمتونه دي، د انټرنېټي او اړیکو کڅوړو سربېره داسې شیان دي که‎چېرې تاسې اړتیا ولرئ کولای شئ وپېرئ. موږ هغه بند کړي او له دې وروسته به د بیا ځلې تایید سیستم فعاله کړو.»

له بلخوا یو شمېر کابل ښاریان وايي ځینو شرکتونو د ستونزو د هوارې پرځای د خپلو خدماتو بیه زیاته کړې ده.

د کابل اوسېدونکی میرویس اریا وايي:«که‎چېرې مخکې اته جي بي مو له یوې مشخصې بیې سره پېروده اوس له همغې بیې سره کولای شې شپږ جي بي وپېرې.د اړیکو کڅوړو بیه هم لوړه شوې ده.»

په پای کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې، مخابراتي شرکتونو او هېوادوالو ترمنځ بحث بې پايلې پای ته ورسېد.

اعتراض کوونکي وايي دا اداره د دې توان نه لري چې د خلکو له حقونو دفاع وکړي له همدې امله به اترا چېرته ده(اترا کجاست) کمپاین ته دوام ورکړي.

اعتراض کوونکي وایي یوه نیمه میاشت مخکې هم اترا ادارې ژمنه کړې وه چې تر یوې اوونۍ پورې به دا خدمتونه معیاري شي خو تراوسه نه دي توانېدلي چې د مخابراتي شرکتونو د غلاوو مخه ونیسي.

شریک یي کړئ