اروپايي ټولنه له نړۍ سره د افغانستان د سوداګرۍ د معیاري کولو او د نړۍ بازارونو ته د افغانستان د صاددراتو د زیاتوالي په برخ کې، مسلکي اسانتیاوې او مالي مرستې د کابل په واک کې ورکوي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي څانګې رییس موریزي جن له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې د نړۍ په سوداګرۍ کې د افغانستان د ونډې د ښهوالي لپاره یې له حکومت سره څو پروګرامونه طرحه او عملي کړي دي.
هغه زیاته کړه:«اوسمهال افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ سازمان غړیتوب ترلاسه کړی دی، نو اړتیا ده چې اوسمهال افغانستان د دغه سازمان له فرصته سمه ګټه واخلي او اورپايي ټولنه به هم په اړونده برخو کې ورسره مرسته وکړي.»
د اقتصادي چارو شنوونکی اذرخش حافظي د اروپايي ټولنې له دې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ وايي چې حکومت باید په دې برخه کې، یوه منظمه تګلاره ولري.
هغه زیاته کړه:«تراوسه ډېریو بهرنیو بنسټونو هڅه کړې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ د ښهوالي په برخه کې کار وکړي، خو اړتیا ده چې اوس حکومت د سوداګرۍ په برخه کې د یوې روښانه تګلارې په لرلو سره، نړیوالې مرستې جذب کړي.»
بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګرۍ د ښه کېدو لپاره د هڅو سربېره د سیمې په ټرانزیټ ټينګار کوي.
د دغه وزارت چارواکي وايي، په بندرونو کې د توکو قاچاق د مخنیوي سربېره د قانوني سوداګرۍ لپاره د حکومت هڅې کوي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ټرانزیټ رییس محمد یحیی اخلاقي په دې اړه څرګنده کړه:«حکومت هڅه کوي چې د غیر رسمي پولو له لارې د توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره، له ګاونډیو هېوادونو سره د ګمرګونو شمېر زیات کړي او موږ د دغو تابیاو ترڅنګ، د هېواد د سوداګرۍ د ښهوالي لپاره هم ځینې پروګرامونه له ګاونډیو هېوادونو سره لرلي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنه وايي، په هېواد کې د پانګونې د زیاتوالي لپاره اړتیا ده چې حکومت د خصوصي سکټور لپاره په دې برخه کې اسانتیاوې په پام کې ونیسي.
د دوی په اند، اوسمهال په هېواد کې د اداري فساد او نا امنیو له امله د هېواد سوداګري له بنسټيزو ننګونو سره مخ ده.