د اسیا پراختیايي بانک غواړي سږ کال افغانستان کې د بریښنا د تولید دوه مهمې پروژې پلې کړي.
په کابل کې د اسیا پراختیايي بانک مسوولان وايي، سږ کال به کندهار کې د ارغنداب د اوبو څېړنیزه پروژه او د لمریزې برېښنا پروژه پلې کړي او لګښت به یې هم له خپله جیبه ورکړي.
اسیا پراختیايي بانک افغانستان سره د خپلو مرستو په دوام وايي، سږ کال یې کندهار کې د دهله بند او لمریزې برښنا د دویمې پروژې د عملي کېدو په چوکاټ کې د ارغنداب د اوبو څېړنیزه پروژه له مهمو کارونو دي.
د دې بانک مسوولان وايي، اوسمهال د سالنګ د دویم تونل د تخنیکي څېړنې په موخه له افغان حکومت سره کار کوي.
کابل کې د اسیا پراختیايي بانک مرستیال ډېویټ ډول په دې اړه وویل:«اسیا پراختیا بانک په لومړي ځل له افغان حکومت سره د سالنګ نوي تونل د جوړېدو برخه کې مرسته کوي او دا بانک په پام کې لري چې له دې پروژې مالي ملاتړ هم وکړي.»
په ورته وخت کې اقتصادي شنوونکي د بنسټیزو پروژو عملي کېدل د ښو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې مهم ګڼي او زیاتوي، اسیا پراختیايي بانک د یوه مالي ملاتړي په توګه کولای شي چې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د اقتصادي چارو شنوونکی قیس محمدي وايي:«د برېښنا او د سړکونو موجودیت، د اوبو شتون او له غوره مهارتونو او لوړو تحصیلاتو سره د انساني سرچینو شتون، کولای شي چې د یوه هېواد د ښې اقتصادي ودې زمینه برابره کړي.»
د اسیا پراختیايي بانک د شمېرو له مخې، اوسمهال د دې بانک په مالي مرسته په افغانستان کې نږدې دېرش بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي او مسوولان یې وايي، پر دې پروژو د دې بانک مېلیاردونه ډالر لګېږي.