دسوداګرۍ او صنایعو وزارت جمعه (د زمري۱۲مه) له قزاقستان سره دسوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځ ته کېدو په اړه د یوه هوکړه لیک له لاسلیکولو خبرورکړ.
د دې وزارت د هوکړه لیکونو ریاست دافغانستان او قزاقستان دخصوصي برخې دمسولینو دناستې په پیل کې وایي چې د دغې سند لاسلیک د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو دپراختیا لپاره پیلامه بولي.
نړیوال سوداګرۍ مرکز د اروپایي تولنې په مرسته د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا ته زمینه برابروي.
نړیوال سوداګرۍ مرکز د آسانتیاوو رامنځته کولو برخې مسوؤل، جین سیباستین رور وايي:« دې هوکړې بله برخه د افغانسان او سیمې نورو هېوادونو ترمنځ د آسانتیاوو رامنځه کول دي، څو اوونۍ مخکې موږ ازبکستان کې وو او نن په قزاقستان کې یوو او موخه مو هم د افغانستان او قزاقستان د استازو سره خبرې اترې دي.»
د د ښځو د سوداګریو خونو مسوؤله، ذکیه څرګندوي:«زموږ هیله ده چې له دې ناستې ښې لاسته راوړنې ولرو او هغه څه چې د سوداګرو په ګټه دي ترسره شي.»
ټاکل شوې ده د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ په ناسته کې به شاوخوا شل سوداګر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو فرصتونو په رابطه خبرې وکړي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د هوکړه لیکونو رئیس، محمد ربیع نبي زاده وویل:«په دې ناسته کې دواړه خواوو یوه هوکړه لاسلیک کړه او چې د همکاریو لاره هواروي.»
د صنایعو او کانونو خونو عمل پلاوي رئیس، رحیم الله سمندر زیاتوي:«مرکزي آسیا کې قزاقستان سره موږ ډېره سوداګري لرو او باید هڅه وشي چې یو شمېر آسانتیاوې رامنځته شي.»
په دغه ناسته کې به د ویزو او ګمرکي ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ د پراختیا په رابطه خبرې وشي. اوس مهال د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ حجم شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.