Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ته د ایران صادرات زیات شوي دي

مالي تریبیون د راپور له مخې، پرته له تېلو افغانستان ته د ایران صادرات زیات شوي دي، د صادراتو کچه یوازې د روان مالي کال د لومړیو څلورو میاشتو کې کابو یو میلیارډ ډالره وه.

د دې مودې په اړه د ایران حکومت تازه شمېرې ښیې چې افغانستان ته د دې هېواد صادرات ۱،۱ میلیارډ ډالره وه.

د ایراني رسنیو له مخې اوسمهال افغانستان سره د ایران د سوداګرۍ کچه ۱۵،۲ سلنې زیاته شوې او ټوله کچه یې ۲،۱۸ میلیارډه ډالرو ته رسېدلې ده.

د دې شمېر له مخې اوس مهال افغانستان د ایران لپاره د صادراتو څلورم لوی هېواد دی. دا په داسې حال کې ده چې ایران ته د افغانستان صادراتو کچه ۳،۸۸میلیونه ده او دا د تېر په پرتله ۶۴ کموالی ښیې.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د افغانستان د سوداګریو او صنایعو خونو ویلي وو چې ایران د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی او د لمریز کال په وروستیو کې ایران ته د افغانستان صادرات ۱،۹۸ میلیارډه ډالره وه.

د سوداګرۍ خونو مرستیال، خان جان الکوزي ویلي وو چې ایران د صادراتو په برخه د افغانستان لپاره د پاکستان ځای ډک کړی دی.

افغانستان ته د ایران صادرات زیات شوي دي

د دې شمېر له مخې اوس مهال افغانستان د ایران لپاره د صادراتو څلورم لوی هېواد دی. دا په داسې حال کې ده چې ایران ته د افغانستان صادراتو کچه ۳،۸۸میلیونه ده او دا د تېر په پرتله ۶۴ کموالی ښیې

شریک یي کړئ