افغانستان وروسته له پنځو کلونو د نړیوال بانکيخدمتونو د اقداماتو (Financial Action Task Force-FATF) ویستل شو.
د مرکزي بانک چارواکي نن( شنبې د چنګاښ۳مه) ویلي دي چې افغانستان د "مالي اقدماتو ډلې" ټول شرایط پوره کړې او خړ نوملړ څخه یې د افغانستان ویستو په موخه هڅې کړې، او اوسمهال د افغانستان بانکي خدمتونه په سپین نوملړ کې دي.
دوی وايي چې له دې نوملړ څخه د افغانستان بهر کېدل به په نړیوال بانکي نظام کې د هېواد بانکي خدمتونو باور زیات کړي.
د د نړیوال بانکيخدمتونو د اقداماتو نوملړ کې شته هېوادونه له پولي او مالي ستونزو سره مخامخ وي.
د یاد بنسټ لخوا د پیسو منځلو، ترهګرۍ تمویل، په پولو کې پر اسعارو د څار سیستم رامنځه کول د ۱۶ شرایطو وو چې افغنستان پوره کړي او په دې سره د خړ نوملړ څخه بهر شوی دی.