Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د کال۱،۵میلیونه ټنه د تازه میوو تولید لري

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د شمېرو له مخې د هېواد په کچه له بڼونو څخه هر کال یو ملیون و ۵۰۰زر ټنه تازه میوې راټولیږي، خو یوازې ۵۰۰زره ټنه یې له هېواده بهر صادریږي.

د یاد وزارت ویاند، اکبر رستمي څرګندوي:«د هېواد اقتصاد پياوړې کېدو، د میوو خرابیدو مخنوي او بهر ته یې د صادرولو په موخه اړ یو چې هر کال ژمي کې سړې خونې شي او په دې برخه کې د کرنې وزارت کار کوي.»

اخوا د سوداګرۍ اوصنایعو خونه وایي، سږکال په نهو میاشتو کې دوه سوو اتلس زره ټنه تازه میوې له هېواد نه بهر صادر شوي چې د تیر کال په پرتله څلویښت سلنه زیاتوالی ښیي.

 د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وایي، په هېواد کې د میوو د حاصلاتو د ورکړې له لوی ظرفیت سره سره اوس په افغانستان کې لویه معیاري سړه خونه نشته.

fresh fruit

د سوداګریو خونو مرستیال، خانجان الکوزی زیاتوي:«له نیکه مرغه چې د روان کال په نهو میاشتو کې موږ دوه سوه او اتلس زره ټنه میوه مو بهر ته صادره کړه چې د تېر کال په پرتله ۴۴ سلنه زیاتوالی ښیې او ۳۸ سلنه په ټولو صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.»

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مسوولینو په وینا د هېواد نوي سلنه تازه میوې او سابه پاکستان ته صادریږي او له همدې امله په ډیری موراردو کې ټرانزیټي ستونزې ددې لامل کیږي چې سوداګر ونه شي کړای خپلې تازه میوې پاکستان او یې ګاونډیو هېوادونو ته صادرکړي.

که څه هم په وروستي یوه کال کې د نړۍ له یو شمیر هېوادونو سره د هوايي دهلیزونو په جوړیدو د هېواد د تازه میوو صادرات زیات شوي، خو یو شمېر کارپوهان وايي، د هوا له لارې نړیوالو بازارونو ته د تازه میوو صادرات د صادروونکو په ګټه نه دي.

 دوی وایي حکومت باید له ګاونډیو هېوادونو سره د ځمکنۍ سوداګرۍ او ټرانزیټ ستونزې اوارې کړي.

د هېواد د سوداګریو او صنایعو خونو چارواکي وايي چې روان کال کې افغانستان د تازه مېوو په صادراتو کې کابو ۴۴ سلنه زیاتوالی راغلی

شریک یي کړئ