د هند لخوا له افغانستان سره د مرسته شوي غنم نن (سېشنبې د وري۱۴مه) چابهار بندر ته ورسېدل.
ایراني چارواکي وايي چې دوه اوونۍ مخکې هم ۴زره ۲۰۰ کانټینره غنم له هند څخه افغانستانته د یاد بندر له لارې رسېدلي وو.
څه موده مخکې د ایران او هند ترمنځ هوکړه وشوه چې له مخې یې د چابهار بندر یوه برخه د ۱۸ میاشتو لپاره هند ته سپارل شوې ده.
د هند لومړي وزیر، نرېندرا مودي د دې هوکړې پرمهال ویلي وو چې هېواد یې هڅه کوي له ایران سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
ښاغلي مودي چابهار بندر د سرو زرو دروازه بللې وه او څرګنده کړې یې وه چې له دې لارې هېواد به یې لومړی له افغانستان او بیا د مرکزي اسیا له هېوادونو سره ونښلي.
ده زیاته کړې وه چې هند د چابهار بندر د پراخولو په حال کې دی او په دې برخه کې له ایران سره له پخوا هوکړه وه او هېواد به یې په دې برخه کې ایران کې پانګونه وکړي.
د هند او ایران ترمنځ هوکړې له مخې چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې لاسلیک شوې ده، هند باید دوه تمځایونه د چابهار بندر په لومړي فاز کې د ۸۵،۲۱ مېلیونو ډالرو په ارزښن پانګونې ولري چې کلني عواید به یې ۹۵،۲۲ مېلیونه ډالره وي، په لس کلنه اجاره کې رامنځته کړي.