Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران د چابهار بندر یوه برخه هند ته وسپارله

د هند او ایران ترمنځ هوکړې له مخې چې شنبې (د سلواغې۲۸مه) ترسره شوې د چابهار بندر یوه برخه نوي ډیلي ته سپارل شوې.

دهند لومړي وزیر، نرندرا مودي ددې هوکړې لاسلیک پرمهال ویلي چې هېواد یې له ایران سره د اقتصادي اړیکو پراختیا په حال کې دی.

ښاغلي مودي چابهار د سرو زرو لار بللې او ویلي دي چې هېواد یې کولی شي له دې لارې افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو سره ونښلول شي.

ده زیاته کړې چې هند د چابهار بندر پراخولو په حال کې دی او په دې برخه کې له ایران سره له پخوا هوکړه وه او هېواد به یې په دې برخه کې ایران کې پانګونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران ولسمشر، حسن روحاني هند ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د دې هېواد له لومړي وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره ولیدل.

د هند او ایران ترمنځ هوکړې له مخې چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې لاسلیک شوې ده، له مخې یې هند باید دوه تمځایونه د چابهار بندر په لومړي فاز کې د ۸۵،۲۱ میلیونو ډالرو په پانګونې ولري چې کلني عواید به یې ۹۵،۲۲ میلیونه ډالره وي، په لس کلن اجاره کې رامنځته کړي.

د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په مې میاشت کې هند، ایران او افغانستان ترمنځ هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې درې واړه هېوادونه چابهار بندر د سیند له لاري ليږد رالیږد لپاره وکاروي.

هند ته د چابهار بندر ورکړې هوکړې سره هم‎مهال حسن روحاني له دې هېواد سره څوارلس هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

ښاغلي روحاني څرګنده کړې ده چې په چابهار بندر کې د هند پانګونه به له دې ځایه زاهدانو ته د اورګاډي‎پټلۍ جوړولو کار چټک کړي او دا بندر به هم پراخه شي.

دواړو هېوادونو ترمنځ د مجرمانو استرداد، پستي همکاریو، د علمي او سنتي طب په اړه د تجربو شریکول او د ایران هند ترمنځ د ویزو ستونزو هوارۍ او یو شمېر نورې په سیاسي برخه کې لاسلیک شوې دي.

روحاني ویلي دي، کله چې نوي ډيلي کې وه دواړو هېوادونو پر یوې موضوع هم سره اختلاف نه درلودو.

دواړو هېوادونو مشران د دوی سوداګریزې اړیکې د سیمې لپآره هم اغېزمنې بولي.

مودي ویلي دي:«موږ منو چې د ایران او هند اړیکې په سیمه کې د سولې پر اساس دي. موږ دواړه هېوادونه به په خپل ګاونډي هېواد افغانستان کې هم دسولې، ټيکاو او ټول پالنې لپاره کار وکړو. موږ غواړو وګورو چې سیمه او نړۍ مو له ترهګرۍ پاکه وي.»

هند او ایران د شنبې پر ورځ ۸۵ میلیون ډالري هوکړه وکړه او همداراز د چابهار بندر یوه برخه د ۱۸ مثیاشتو لپاره هند ته وسپارله

شریک یي کړئ