د بادغیس ولایت د کرنې او اوبو لګولو ریاست وايي، سږکال په دغه ولایت کې د خټکي حاصلات د تېر کال په پرتله دوه برابره شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، د وچکالۍ د رفع کېدو او همدارنګه د طبیعي افاتو د نشتون له امله، په دغه ولایت کې د خربوزې او هندواڼې حاصلات ښه دي.
د بادغیس د کرنې ریاست سرپرست عبدالحلیم ساجد بیا د پلور د بازار او د حاصلاتو د ساتلو لپاره د سړو خونو نشتوالی په دې برخه کې جدي ستونزې ګڼي.
ښاغلي ساجد زیاته کړه:«دمګړۍ د خټکي د لېږد او زېرمې په برخه کې بادغیس کې ستونزې شته او په دې برخه کې ځانګړی کار نه دی شوی. د دې له امله چې ډېری خلک له ولسوالیو مرکز ته بېځایه شوي د قلعه نو ښار کې د خبروزې پلور ته تقاضا ډېره ده.»
سږ کال د بادغیس ولایت په څه د پاسه ۳۲ زره هکتاره ځمکه کې خټکي او هندواڼې کرل شوې دي، چې ډېری دا کروندې د بادغیس د مرکز په شاوخوا کې دي، تېر کال د وچکالۍ له امله د دغه ولایت ډېری ځمکې بې حاصله پاتې شوې وې.
په ورته وخت کې بادغیس کې ځينې بزګر وايي چې سږکال د دوی د حاصلاتو کچه ډېره شوې خو د پلور بازار نشته.
په بادغیس کې یو له دغو بزګرو مسعود په دې اړه وویل:«باید سړخونه جوړه شي څو د خټکي محصولات زېرمه شي او غواړو چې دا خټکي نورو ولایتونو او حتا له هېواده بهر ګاونډیو هېوادونو ته صادر شي.»
بل بزګر محمد ابراهیم هم څرګنده کړه:«سږکال د خربوزې حاصلات ښه وو، خو ارزانه دي او موږ ته څه نه پاتېږېږي.»
د بادغیس ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم د دې ولایت کرونګرو ته د دولت د پاملرنې غوښتونکي دي، دوی وايي که له کرونګرو ملاتړ ونه شي د ګټې پر ځای به زیان وکړي.