برېښنا شرکت د دې شرکت د کډونوالو پر بامونو د لمریزې برېښنا تولیدي دستګاوې نصبوي.
دا شرکت وايي، دا دستګاوې به د برېښنا له شبکې سره له نښلېدو وروسته، په ورځني ډول خپلو ټولو ګډونوالو ته د اړتیا وړ برښنا برابره کړي.
برښنا شرکت مسوولین څرګندوي لومړی به دا پروژه د روغتونو، دولتي بنسټونو او هوټلونو لپاره برښنا تولید کړي چې مالي لګښت به یې د اسیا پراختیايي بانک لهخوا ورکړل شي. د شرکت له قوله، وروسته به د برښنا شرکت نور کډونوال هم کولای شي چې یوازې د پنځوس سلنې ونډې په ورکولو سره له دې برښنا ګټه واخلي.
د برښنا شرکت ريیس، امان الله غالب وايي:«د ځيرکو میټرونو سیستم چې ورته نښلول کېږي، کولی شي برېښنا بېرته په برښنا شرکت خرڅه کړي. انشالله چې راتلونکي کال کې کومه ستونزه رامنځته نشي او په حمل میاشت کې رسمآ پروژه اعلان کوو.»
پر بامونو د لمریزې برښنا د دې دستګاوو نصب نه یوازې دا چې د برښنا په برخه کې لګښت را کم کړي، بلکې د برښنا د زیات مصرف مخنیوی به هم وکړي.
یو شمېر اقتصادي کارپوهان په نوره نړۍ کې د دې پروژې عملي کېدو ته په اشارې وايي، دا کار به په هېواد د زیاتې برښنا د تولید لپاره زمینه برابره کړي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد، حسیب الله موحد څرګندوي:« څومره چې موږ هڅه وکړو په لګ لګښت باندې ډېره برېښنا ولګوو، دا د افغانستان په ګټه ده.»
بل لورته د برښنا شرکت مسوولان وايي، په هېواد کې د برښنا د بېځایه مصرف د مخنیوي لپاره، هڅه کوي راتلوونکی کال داسې پروګرامونه عملي کړي چې له مخې یې، د برښنا د بېځایه لګښت په برخه کې د پام وړ کمووالی راشي.