د برېښنا شرکت مسؤلین وايي په هېواد کې له برېښنايي پراختیا سره یو ځای د دوی لپاره په جنوب او ختیځو سیمو کې برېښنا رسول په لوړه بیه تمامېږي.
د دي شرکت مشر امان الله غالب وايي، چې په روان کال کې يې یوازې په کندوز کې د دریو پایو په نړېدلو سره تر اته میلیون ډالره ډېر زیان ولید.
هغه وویل، د کابل ـ غزني برېښنايي پایې هم له ورته برخلیک سره مخ دي او په بیا جوړېدو کې يې خلک بیا پیسې غواړي.
غالب زیاته کړه: «په دې برخه کې ستونزې موجودې دي، موږ نه شو کولی د برېښنا د مزي په پرې کېدو هر ځل خلکو ته پیسې ورکړو، چې د دوی له ځمکو یو ځل بیا برېښنا ونښلوو.»
غالب وايي دوی د برېښنايي پراختیا د ساتنې په پار هم لګښت له دوه نیم سوه میلیونه افغانیو نه څلور نیم سوه میلیونه افغانیو ته لوړ کړی دی.
په ورته وخت کې د چارو ځينې څارونکي د برېښنايي پایو نړول او د مزیو پرېکول د زورواکانو لپاره تیاره مړۍ بولي او په ځينو سیمو کې زورواکان خپل باج غواړي.
د پوهنتون استاد ایرج فقیري وايي: «له بده مرغه د برېښنا پروژه ځينو زورواکانو ته د عایداتو په سرچینه بدله شوې او حکومت په دې برخه کې څه نهشي کولی.»
د برېښنا شرکت مسؤلین له خلکو هم د برېښنايي پروژو د ساتنې هیله لري او زیاتوي چې په منځني ډول د هرې نړېدلې پایې په بیا جوړولو دوه سوه زره ډالر لګښت راځي.