Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې یوې ښځې سلګونو نور هغو ته د کار زمینه برابره کړې

د بلخ ولایت اوسېدونکې، سلطنت فاریابي چې ۴۵ کاله عمر لري توانېدلي چې د ۵۰ زره افغانیو په لګښت د قالین‎اوبدنې، خیاطي او لاسي توکو جوړولو یو مرکز پرانیزي او په کې کابو ۷۰۰ ښځو ته د کار زمنیه برابره کړي.

دا مېرمن لا هم د خپل کارو بار د پراختیا په هڅه کې ده او وايي چې غواړي نورو ښځو ته هم د کار زمنیه برابره کړي.

سلطنت زیاتوي:«ما د ۵۰ زرو افغانیو پانګې سره خپل کار پیل کړ او ۸ پایې ماشینونه لرو، د قالینو یوه دستګاه ده، خو پر همدې یوازې ګزاره کوو.»

مېرمن فاریابي زیاتوي، هغه ښځې یې په کار ګمارلي چې د خیاطي، لاسي توکو جوړولو په برخه کې تجربه لري، دا وايي د ستونزو سره سره بیا هم هڅه کوي چې بې وزلو میرمنو ته د کار زمینه برابره کړي.

نوموړې وړاندې وايي:«د سواد زده کړې کورس او وړکتون هم په پام کې لرو چې جوړ یې کړو، ځکه هغه مېرمنې چې دلته کار کوي، ډېرۍ یې کوچني ماشومان لري.»

کریمه چې دوه کاله مخکې له پاکستان څخه هېواد ته راستنه شوې او ۱۵ کاله یې هغه هېواد کې تېر کړې دي، نوموړې له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده.

دا وايي:«خاوند مې مزدور کار دی او عاید یې بسنه نه کوي. دلته له خپل کار څخه خوشاله یم. درې ماشومان لرم، د کور کرایه مې زیاته ده او ډېرې ستونزې لرم غواړم چې کار و کړم دلته او له خپل خاوند سره مرسته وکړم.»

په دې کارخونه کې ډېرې هغه بې‎وزلې ښځې چې له کډوالۍ له بهره او یا هم دنورو ولایتونو څخه مزار ته د جګړو له کبله راستنې شوې دي، کار کوي.

بله کارګره مېرمن، نادیه وايي:«موږ باید کار وکړو تر څو ښه ګټه ترلاسه کړو تر څو خپل ورځنۍ خرڅ وباسو.»

دا مېرمنې ورته د کار زمینې برابرولو له کبله خوشاله دي او وايي، هڅه يې د تولیداتو زیاتوالی دی تر څو په اقتصادي پراختیا کې خپله ونډه وښیې.
 
په بلخ ولایت کې یوې ښځې د قالینو اوبدنې په برخه کې د یوه مرکز جوړولو سره توانېدلې چې سلګونو نورو ښځو ته د کارزمینه برابره کړي

شریک یي کړئ