Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکمنستان د افغانستان پر توکو۵۰ سلنه لګښت کم کړی

ترکمنستان پر هغو وارداتي توکو بندري لګښت ۵۰ په سلو کې کم کړی، چې له افغانستانه دغه هېواد ته لېږدول کېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، دې کار سره له افغانستانه، ترکمنستان ته د توکو لېږد پراخېږي او دغه راز ورسره د وارداتو کچه هم لوړېږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له مخې ترکمستان له افغانستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا لپاره په بندرونو کې د هغو  خدمتونو لګښتونه کم کړي دي چې د افغانستان د صادراتو او وارداتو د ساده کولو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د سوداګرۍ  او صنایعو خونه وايي چې دا خدمتونه د سوداګرو د امنیت د ټینګښت، د توکو د بارولو او د ریل پټلۍ او سوداګریزو توکو د ساتنې او مراقبت خدمتونه دي چې ترکمستان نه یوازې په خپلو بندرونو بلکې په آقینې بندر کې هم دغه خدمتونه پر غاړه لري.

د یادو خونو مرستیال، خانجان الکوزی څرګندوي:«۵۰ سلنه او آن په یو شمېر مواردو کې له ۵۰ زیات لګښتونه کم کړي دي. د مثال په ډول که په ۲۴ ساعتونو کې زموږ پار ښکته نشي، ۳۰۰ډالره مو ورکولې، خو اویې یې دا په بشپړه توګه له منځه وړې ده.»

له بلې خوا ترکمنستان له افغانستان څخه غوښتي دي چې هغه لس ډالره محصول چې په آقینې بندر کې ددغه هېواد د هر ټن صادراتي توکو پر سر اخیستل کیږي لرې کړي.

د مالیې وزارت وايي چې له څيړنو وروسته به په دې تړاو پریکړه وشي.

د یاد وزارت ویاند، اجمل حمید وايي:«د اقتصادي عالي شورا کې د اوسپني پټلۍ خپلواکې ادارې ته دنده سپارل شوي ده چې له ترکمنستان په پر دې موضوع خبرې وکړي. او وروسته له هوکړې به دې شورا ته راپور ورکړی شي او د ملي ګټو پر اساس به پرېکړه وشي.»

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې که څه هم ترکمنستان ته د هېواد صادرات د پاموړ نه دي، خو او سمهال ترکمنستان د هېواد د توکو د ټرانیټ په تیره بیا د ترکیې او روسیې په څير هېوادونو ته د هېواد د غالیو د لیږد لپاره مهم بلل کیږي.

 ددغه بنسټ چارواکي وایي چې د زیاتو  آسانتیاوو په رامنځته کولو او د تعرفو په کمولو سره به له ترکمنستان سره د هېواد په سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د پاموړزیاتوالی راشي.

د سوداګریو خونې مسوؤلین وايي چې د افغانستان پر توکو د ترکمنستان لخوا لګښتونو کمښت دې هېواد ته د افغانستان د صادراتو زیاتوالي لامل شوی دی

شریک یي کړئ