د ترانسپورت وزارت مسوولین وايي راتلونکې اوونۍ کې به لس کانتینره سوداګریز توکي له لاجورد لارې له هرات ولایته ترکیې ته ولېږدول شي.
په همدې مناسبت کې هرات کې د لاجورد لارې غړو هېوادونو کارپوهان را ټول شوي و او د دې لارې د زمینه برابرولو اړوند يې بحث وکړ.
د دې وزارت مالي او اداري معین امام الدین وریماچ وايي: «تیار یو چې له هرات نه ترکيې ته راتلونکې اوونۍ کې دا توکي ولېږو، دا غونډه د دې بار لپاره د لارې د خلاصون او تخنیکي او حقوقي غونډه ده.»
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکارۍ رییس حسن سروش وايي، هڅه کو، دا لار یوه د سیالۍ لار کړو: «زمو وروستۍ موخه دا ده، چې د لاجورد لار یوه رقابتي لار جوړه کړو، د ترانزیت لګښت او وخت ته په پام.»
د هرات والي محمد اصف رحیمي هرات د اتصال یوه نقطه بولي: «هم له هېوادونو خام مواد هرات، کندهار او د هېواد نورو برخو ته رسېدلی شي، هم کرنیز، معدني او صنعتي صادرات له افغانستانه صادرولی شو.»
افغانستان د فاریاب له اقینې بندر او د هرات له تورغونډۍ نه له لاجورد لارې سره وصلېږي، چې ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیه يې هم غړي دي.