Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تورخم کې د زرګونو تشو کانتینرونو امبار

تورخم کې له توکو د تشو کانتیرونو د درېدو له کبله، له ۲ زرو زیاتې موټرې په دغه بندري ښارګوټي کې ولاړې دي.

ځینې موټر چلونکي ادعا لري چې سرحدي پولیسو له کوم دلیل پرته، د تشو کانتینرونو د لېږد مخنیوی کړی.

موټر چلونکي وایي، دا درول شوي کانتیرونه یې د کراچۍ بندر نه په کرایه نیولي او په زرګونو ډالر تاوان ورته رسیدلی.

موټرچلوونکي او ځايي سوداګر وايي، دغو کانټینرونو کې یې ګڼ توکي هېواد ته را اړولي خو اوس یې لامل معلوم نه دی مګر پوله ساتو ځواکونو یې تورخم بندر کې ټولې موټرې درولې دي.

موټرچلوونکي زیاتوي تورخم کې چې هره ورځ پرې تېرېږي په سوداګرو یې د کانټینر سر پنځوس ډالر کرایه اضافي تاوان راځي.

تورخم کې مېشت پوله ساتي ځواکونه په دې تړاو څه نه وايي، خو د کورنیو چارو وزارت بیا فقط په دې ځان خلاصوي چې څېړنې یې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر سوداګرو طلوع نیوز ته په خپلو رالېږلیو غږیزو پېغامونو کې ویلي، تورخم بندر کې یو شمېر داسې کسان هم شته چې پیسې اخلي او کانټینرونو ته بېرته پاکستان ته د ستنېدو اجازه ورکوي.

تورخم کې د زرګونو تشو کانتینرونو امبار

موټر چلونکي وایي، دا درول شوي کانتیرونه یې د کراچۍ بندر نه په کرایه نیولي او په زرګونو ډالر تاوان ورته رسیدلی

شریک یي کړئ