Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جاپان د اوبو رسولو په برخه کې مرسته کوي

په کابل کې د جاپان سفیر وايي په افغانستان کې د وچکالۍ له امله وضعیت په فاجعه بدلېږي.

متسوجی سوزوکا وايي په کابل، بامیان او کاپیسا کې به د اوبو د سم لېږد په برخه کې لس میلیونه ډالر مرسته وکړي.

هغه وویل: «په ځانګړي ډول د سږ کال د وچکالۍ له امله په مختلفو سیمو کې کرنیز محصولات کم شوي دي، د خوراکي توکو په برخه کې یو ډول فاجعه راغلې، خو که له طبعي سرچینو حد اکثر ګټه واخیستل شي، تاوانونه به حد اقل ته را ټیټ کړي.»

د ملګرو ملتونو د خوراک او کښت سازمان استازی راجندرا اریال وايي، موږ ټول د یوې کښتۍ سپاره یو او باید د لوږې مخه ونیسو.

اریال زیاته کړه: «موږ باید یو ځای کار سره وکړو، ځکه موږ ټول د یوې کښتۍ سپاره یو، زموږ موخه د پایښت لرونکو پراختیاو موخو ته رسېدل او په نړۍ کې د لوږې له منځه وړل دي، چې باید تر ۲۰۳۰ز کاله عملي شي.»

د اوبو او نرژۍ وزارت وايي ټاکل شوې دا پیسې د دوی په وسیله مصرف شي، د دې وزارت سرپرست وزیر محمد ګل ځلمي د اوبو پر سم مدیریت ټینګار وکړ.

سرپرست وزیر زیاته کړه: «اړینه ده چې اوبه په پایدار ډول مدیریت شي، د کرنیزو پیداوارو او ټولنیز کلیوال ژوند لپاره له اوبو، عادلانه، انعطاف منونکې او کافي ګټه اخیستل، د کابل، کاپیسا او بامیانو په څېر سیمو لپاره مرسته کېږي.»

د جاپان سفارت د معلوماتو له مخې دې هېواد له ۲۰۰‍۱ز کال راهیسې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شپږ میلیارده او شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کړې، چې له افغانستان سره مرسته کوونکو کې درېیم لوی مرسته کوونکی هېواد دی.
 
جاپان د اوبو رسولو په برخه کې مرسته کوي

د جاپان سفیر وویل: «په ځانګړي ډول د سږ کال د وچکالۍ له امله په مختلفو سیمو کې کرنیز محصولات کم شوي دي، د خوراکي توکو په برخه کې یو ډول فاجعه راغلې، خو که له طبعي سرچینو حد اکثر ګټه واخیستل شي، تاوانونه به حد اقل ته را ټیټ کړي.»

شریک یي کړئ