Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

داندویزیا له لارې اسټرالیا ته د افغاني توکو لېږد لپاره دحکومت هڅې

د افغان ولسمشر اقتصادي سلاکار اجمل احمدي وايي چې هغوی د اندونیزیا له لارې اسټرالیا ته د هېواد د توکو د ټرانزیټ لپاره بېلابېلې ټاکنې څېړي.

په مالي او بانکي  چارو کې د ولسمشر سلاکار اجمل احمدي وایي، د ملي یووالي حکومت د هند، اندونیزیا، ترکیې او چین له لارو استرالیا ته د هوایي دهلیزونو پر جوړولو کار کوي او په دې برخه کې د هند ونډه ډېره مهمه ده.

ښاغلي احمدي په دې اړه وویل:«موږ انډونیزیا او له هغه ځایه اسټرالیا ته د توکو د ټرانیزیټ امکان څېړو. خو نورې تګلارې هم شته او زه فکر کوم چې کولای شو په دې برخه کې مبتکرانه عمل وکړو. نو پر دې اساس که‎چېرې دا لار په هره بیه چې وي، کولای شو نور لېږدونکي موردونه په پام کې ونیسو. ممبيي یا کلکتې ته د هوا له لارې د توکو لېږد او له هغه ځایه وروسته له کېښتۍ سره یوه ټاکنه ده.»

په همدې حال کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان د افغانستان او استرالیا ترمنځ د سوداګرۍ مخینې ته په کتو وایي، د افغانستان زعفران، غالۍ او وچې او تازه مېوې اوس هم په استرالیا کې مېنه‎وال لري.

د اسټرالیا په ملي پوهنتون کې پروفیسور وېلیام مالي په دې اړه وویل:«هند، افغانستان، اسټرالیا او اندونیزیا په خپل ځان په یوه متفاوته شرایطو کې وویني. مهمې موضوع ته رسېدنه چې د اقتصادي پراختیاوو همکارۍ چورلیز دی او د سوداګرۍ اسانتیاوې او د بروګراټیک خنډونو له منځه وړل دي.»

اوس‎مهال د افغانستان او استرالیا ترمنځ د سوداګرۍ حجم په کال کې نېږدې لس مېلیونه ډالرو ته رسېږي، چې وړه برخه یې استرالیا ته د غالیو او ګران بیه ډبرو صادرات دي.

د افغانستان او هند د پانګونې او سوداګرۍ نندراتون په څنډه کې د افغانستان، هند او استرالیا استازو د دریېواړو هېوادونو ترمنځ د سمندري لارو او هوایي دهلیزونو د پرانیستلو په رابطه خبرې کړي دي.

شریک یي کړئ