Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د «کام ایر»شرکت په افغانستان کې تر ټولو ستره الوتکه پلورلې

د کام ایر هوايي چلند شرکت وايي چې دغه ۳۴۰ ایربس الوتکه د ۳۲۷ تنو مسافرو د لېږد توان لري او له دې وروسته له کابل څخه امریکا ته په نېغه توګه الوتنه وکړي.

دغه ۳۴۰ ډوله ایربس الوتکه په افغانستان کې تر ټولو لویه مسافروړونکې الوتکه ده چې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۸ مه) د حامدکرزي په هوایې ډګر کې راکوزه شوه.

دغه الوتکه د ۳۲۷ مسافرو دلېږد وړتیا لري او ۱۶ ساعته پرله‎پسې مزل کولای شي.

کام ایر هوايي شرکت وايي اوس‎مهال به دغه الوتکه له اریانا شرکت سره د هوکړې له مخې نوموړي شرکت ته په کرایه ورکړل شي ترڅو سعودي عربستان ته د حج زیارت کوونکي ولېږدوي او له هغې وروسته به اروپايي هېوادونو ته د دې الوتکې الوتنې پيل شي.

د کام ایر هوايي چنلد شرکت مسؤول عثمان صمدي وویل:«ښايي ډېر ژر الوتنې پیل شي، اوس دغه الوتکه اریانا ته په کرایه ورکوو چې د حج الوتنې پيل کړي او وروسته له هغه سره به د کام ایر نړیوالې الوتنې پيل کړو.»

له بلخوا د سوداګرۍ او صنایع خونې مسؤولین د هوايي چلند په برخه کې د پانګونې زیاتوالي ته هیله من دي او ټینګار کوي حکومت باید له هغو پانګونو ملاتړ وکړي چې په اوسنیو شرایطو کې په هېواد کې پانګونه کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو ویاند صیام پسرلي څرګنده کړه:«حکومت باید داسې زمینې برابرې کړي، ترڅو پر حکومت د خصوصي سکټو اعتماد زیات شي، د مالیاتو د معافیت، د پورونو د ورکړې په برخو کې حکومت باید همکاري وکړي ستر شرکتونه دي چې غواړي پانګونه وکړي.»

د کام ایر هوايي شرکت په وینا په اوسني وخت کې دا شرکت د دې نوې الوتکې په ګډون نهه الوتکې لري او دغه شرکت به ډېر ژر اروپايي هېوادونو ته هم الوتنې پیل کړي.

شریک یي کړئ