Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اروپا خدمتونو محدودیت نوملړ څخه د افغانستان ویستو هڅې

د شپږو کلونو په تېرېدو سره لا هم د افغانستان هوایي شرکتونه د اروپا خدمتونو محدودیت نوملړ کې دي او له همدې کبله د افغانستان هوايي شرکتونه نشي کولی په مستقیم ډول اروپا ته الوتنې وکړي.

که څه هم اوس مهال دوه کورني هوايي شرکتونه په کمو امکاناتو هېواد کې فعالیت لري، خو د دغو شرکتونو د مسوولینو په وینا په ډیری مواردو کې د سیمې د هغو  لویو هوايي شرکتونو له ناسالم رقابت سره مخامخ دي چې افغانستان ته تګ راتګ لري. اوس مهال د افغانستان د هوايي چلند اداره هڅه کوي چې افغانستان د اروپا د هوايي چلن د خدمتونو د محدودیتونو له نوملړه  وباسي.

د هوايي چلند خپلواکې ادارې رئیس، محمدشاه حبیبي وايي:«موږ کابو کارونه وروستي کړي دي او اوس‎ باید چې هوايي شرکتونه ځانونه چمتو کړي، دوه میاشتې مخکې چې زه اروپا ته ولاړم اروپايي هېوادونه قانع شول چې له دې نوملړ څخه ووځو.»

که څه هم چې د هېواد هوايي چلند اداره د اروپا د خدمتونو محدودیت نوملړ څخه د ویستل کېدو خبر ورکوي، خو د هوايي چلن د یو شمیر خصوصي شرکتونو مسوولین وايي چې اوس‎مهال د یو شمېر بهرنیو شرکتونو ناسالم رقابت د کورنیو شرکتونو پر وړندې ستونزه ده.

دوی وايي اوس مهال هېواد کې هوايي شرکتونه اروپا ته د الوتنو چمتووالی نیسي.

د هوايي چلند د یو شمېر خصوصي شرکتونو مسوولین که څه هم د اروپا د هوايي چلند د محدودیتونو له نوملړه د افغانستان وتل د هېواد په ګټه بولي خو د هوايي چلن په برخه کې د حکومت ناسمې کړنلارې او د هېواد په بازارونو کې د نړۍ د یو شمیر لویو هوايي شرکتونو ناسالم رقابت  له زیانه ډک بولي.

د کام‎اېر شرکت د سوداګرۍ پراختیا مسؤول، رامین یورش وايي:«هغه ستونزه چې کورني هوايي شرکتونه ورسره مخامخ دي، د پرانیستي آسمان پالیسي بهرنیو شرکتونو لپاره ده چې پلې شوه.»

افغانستان څه باندې شپږ کاله وړاندې د هوايي چلند د خدمتونو د لازمو معیارونو د نشتوالي او د هېواد د هوايي چلند په نظام کې د بې نظمیو له امله د اروپا د هوايي چلند د خدمتونو د محدودیتونو په نوملړ کې شامل شو.

اوس‎مهال د افغانستان د هوایي شرکتونو الوتکو د ۲۷ اروپایي هېوادونو هوايي ډګرونو ته د الوتنې اجازه له لاسه ورکړه.

د هوايي چلند اداره هڅه کوي چې افغانستان د اروپا د هوايي چلند خدمتونو د محدودیت له نوملړ څخه وباسي، د دغو بندیزونو پر بنسټ افغانستان اروپایي هیوادونو ته د مستقیمو پروازونو اجازه نه لري

شریک یي کړئ