Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسیا پراختیايي بانک د دوه میلیارد ډالرو مرسته ژمنه کړې

د اسیا پراختیايي بانک وايي، تر ۲۰۲۱ پورې به له افغانستان سره دوه میلیارد ډالره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د دې بانک مرستیاله شني کمبل وايي، په راتلونکي میلادي کال کې به ۸۸۷میلیونه ډالر مرسته وکړي، چې ۲۰ میلیونه به يې د طبیعي پېښو د اغېز د کمښت په برخه کې مصرف شي. 

هغې زیاته کړه، د سالنګ تونل پراخولو او د هېواد شمال ته د ریل لارې د جوړولو په لټه کې دي: «موږ د سالنګ تونل د جوړولو په شان لویو پروژو چې په راتلونکو دریو کلونو پورې به د لومړي تونل پرځای فعال شي، د شمال د ریل لارې او د بریښنا د تولید د پروژو د عملي کیدو په لټه کې یو، د بیلګې په توګه موږ به په راتلونکي کال کې د لمریزې بریښنا د تولید لویه پروژه عملي کړو.»

په ورته وخت کې اجراییه ریاست د دې مرستو هرکلی کړی دی او زیاته کړې يې ده، چې د اسیا پراختیایي بانک د افغانستان په بیا رغونه کې مهمې مرستې کړې دي. 

د دې ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي: «اجراییه رییس د ژنیف ناستې په څنډه کې له د اسیا پراختيايي بانک له مرستیال سره ولیدل، چې اجراییه رییس يې د مرستو مننه وکړه او هغوی هم د دوو میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه وکړه. »

په افغانستان کې د اسیا د پراختیايي بانک د مسوولینو د شمیرو له مخې، دغې بانک له ۲۰۰۲ز کال راهیسې څه باندې څلورمیلیارد ډالر له افغانستان سره مرسته کړې ده.
 
شریک یي کړئ