Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسیا پراختیايي بانک رپوټ په هېواد کې د بې وزلۍ زیاتوالی ښيي

د اسیا اقتصادي وضعیت په اړه د اسیا پراختیايي بانک یو نوی رپوټ په هېواد کې د بې‎وزلۍ زیاتوالی ښيي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، په افغانستان کې د روان کال او راتلونکي زیږدیز کال اقتصادي وده چندان ښه نه ده.

د دغه بانک چارواکي وايي چې په افغانستان کې پارلماني او ولسمشریزې تاکنې، امنیتي ستونزې او همدارنګه په تېر کال کې د اورښت کموالي د هېواد ملي اقتصاد اغېزمن کړی دی.

د دغه بانک شمېرې ښيي چې تېر کال د افغانستان اقتصادي وده د صفر اعشاریه یو سلنې له زیاتوالي سره دوه اعشاریه پنځه سلنې ته رسېدلی وه، خو دغه وده په روان او راتلونکي کال کې هم له دغو شمېرو سره ثابت پاتې شي.

د اسیا پراختیايي بانک لوړپوړی اقتصاد پوه دېوېډ ډنیل په دې اړه وویل:«د دې لامل چې ولې بې وزلي زیاتېږي دا دی چې ستاسو اقتصاد ډېر اهسته وده کوي. کله چې تاسې دوه سلنه اقتصادي وده ولرئ، داسې چې په ځينو کلونو کې مو لري او د ټولنې وده درې سلنه او یا هم له هغه زیات وي، تاسې نه‎شي کولای چې خلک له بې وزلۍ خلاص کړئ.»

د دغه بانک د موندونو پر بنسټ، په افغانستان کې د روان او راتلونکو کلونو په لړ کې د پړسوب بیه پنځه سلنه به وي. خو د دغه بانک موندنې ښيي چې د افغانستان پر مخ د ډېرو ټرانزیټي لارو له پرانیستو سره په راتلونکو کلونو کې د هېواد صادرات به زیاتوالی ومومي.

په افغانستان کې د اسیا پراختیايي بانک رییس سمیول ټومیوا په دې اړه وویل:«د اسیا پراختیايي څېړنه زموږ یو له عملي کارونو څخه دی. موږ د سیمې د اقتصاد په اړه او دا چې افغانستان څرنګه همغږۍ کېدای شي، خبرې کوو. زه فکر کوم دا ډېره اړینه ده چې د اقتصادي وضعیت د ودې عوامل چې په هغه کې کار کوو، پوه شو ترڅو د افغانستان وضعیت ښه کړو.»

ښاغلي اولډفیلډ زیاته کړه:«په افغانستان کې دخصوصي پانګونې کچه ډېره ټیټه ده چې ۸ سنله د هغه کورني ناخالص تولیدات اټکل کېږي. د سوېلي اسیا منځنۍ کچه شل اعشاریه ۸ سلنه دی.»

له دې ټولو سره د اقتصاد وزارت په راتلونکي کال کې د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه ‎والي په اړه هیله‎من دی.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن په دې اړه څرګنده کړه:«په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې زموږ اقتصادي وده دوه اعشاریه شپږ سلنه وه او موږ هیله لرو چې سږکال اقتصادي وده درې سلنه او په راتلوونکو کلونو کې له درې سلنې زیات شي.»

د دغه بانک د موندنو پر بنسټ، په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د افغانستان بودیجه ۵۶ سلنه د نړیوالو مرستو پر مټ چمتو شوې وه؛ په داسې حال کې چې دغه شمېر په ۲۰۱۸ کال کې ۵۴ او په ۲۰۱۹ کال کې به ۴۹ سلنې ته ورسېږي.

شریک یي کړئ