Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او ازبکستان سوداګري کې د ۱۵سلنې زیاتوالی

د سوداګرۍ په چارو کې د ازبکستان د دولت وزیر، جمشید هوجايي کابل کې ولسمشر غني سره په لیدنه کې وايي چې ازبکستان او افغانستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

ښاغلي هوجايي چې د ازبکستان څخه د راغلي پلاوي غړی دی تېره ورځ(یک‎شنبې د چنګاښ۱۷مه) له ولسمشر غني سره یې په لیدنه کې وویل چې د روان کال لومړیو شپږومیاشتو کې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د راکړو ورکړو کچه ۱۵ سلنه زیاته شوې ده.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي هوجايي له قوله لیکل شوي دي چې ازبیکستان د افغانستان پولې ته نېږدې درې زره هکټاره ځمکه آزادې اقتصادي حوزې ته ځانګړې کړې ده.

ده څرګنده کړې ده، د مزار شریف ـ هرات د ریل پټلۍ د جوړولو لپاره هم د دې هېواد د پنځه ملیارد ډالرو د مرستې ژمنه په خپل ځای ده.

ازبیکستاني پلاوي د نساجۍ د شپږو کارخونو د فعالولو لپاره هم د قاطع ژمنې خبر ورکوي.

ولسمشر غني په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې زیاتوالي او پراختیا له هڅو ویلي دي. نوموړي اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې ده چې ازبکستان ته د افغانستان د صادراتي توکو نوملړ چمتو کړي تر  څو د دوادو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ انډول څرګند شي.

ولسمشر غني همداراز ویلي دي چې د «نایب‌آباد» خوا ته د حیرتان صادراتي زون رامنځته شي.

په همدې حال کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، عبدالعزیز کاملووف چې د ازبکستاني کې وه، د اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې د افغانستان سوله کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي هوجايي له قوله لیکل شوي دي چې ازبیکستان د افغانستان پولې ته نېږدې درې زره هکټاره ځمکه آزادې اقتصادي حوزې ته ځانګړې کړې ده

شریک یي کړئ