Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د سوداګرۍ د پام وړ کموالی

په افغانستان کې د اروپایې ټولنې سفیر پیري مایوډن وايي چې څلور کاله پخوا د افغانستان او اروپایې ټولنې د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه په کال کې تر دوه مېلیارد ډالرو رسېده، په داسې حال کې چې تېره کال د افغانستان او اروپا ترمنځ د سوداګریزې راکړه ورکړه تر درې مېلیون ډالرو کموالی موندلی دی.

د اروپايي ټولنې مسوولین وايي، په وروستیو کلونو کې د افعانستان او اورپايي ټولنې د سوداګرۍ ارزښت د پام وړ ټيټ شوی دی.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایوډن په دې اړه څرګنده کړه:« د دې ترڅنګ چې اروپا په نړۍ کې د ۵ سوه مېلیونه پېرودنه لري خو دا شمېرې ښیي چې په تېر کال کې درې سوه مېلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان او اروپا د سوداګرۍ کچه وه او دا شمېر ډېر لږ دی او حتا نه شو کولای یوه لازمه سوداګري ورته ووایو موږ هیله لرو چې په دې برخه کې کار وشي ترڅو د افغانستان توکي په اروپا کې مصرفوونکو ته ورسېږي.»

کابل کې د دغه ټولنې سفیر وايي، افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې د پراختیا په حال کې دی چې د صاراتو په برخه کې له دې ټولنې ځانګړي امتیازونه ورکول کېږي.

خو د دې سربېره د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت د کمېدو په حال کې دی.

اروپايي بازارونو ته د افغانستان پر صادراتي توکو د تعرفې معاف کېدل له هغو امتیازونو دي چې په نړۍ کې د اروپايي ټولنې دغه امتیازونه د پراختیا په حال کې دی.

 د اقتصاد وزارت ویاند عبدالقدیربهمن وویل:«په اروپايي هېوادونو کې زموږ پر ډېریو توکو تعرفې معاف دي او حکومت د دغو امتیازونو څخه په ګټنې سره کولای شي خپل عواید زیات کړي.»

د سوداګرۍ او صنایعونو نړیوالې خونې مسوولین وايي، حکومت باید د اروپايي هېوادونو د شته فرصتونو ته په کتو د سوداګرۍ ښه کېدو لپاره د پام وړ پروګرامونه په پام کې ونیسي.

شریک یي کړئ