Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان بیاروغونې مرستو په برخه کې د هند نوې ژمنه

د هند بهرنیو چارو وزیر، ام جی اکبر تاشکند کې د افغانستان سولې په اړه ناسته کې تېره ورځ(د کب۷مه) خبریالانو ته وویل چې هېواد یې تر هغې افغانستان ته پر خپلو مرستو ژمن پاتې کېږې تر څو دا هېواد پر باثباته او فعاله اقتصاد لرونکي هېواد باندې بدل شي.

نوموړي زیاته کړه:«هند ژمن دی چې د افغانستان سره هر ډول مرسته وکړي تر څو دا هېواد د یوه متحد، امن، باثباته، سوله‎ييز، او هر اړخیز اقتصاد خاوند شي او بشري حقونه په کې تامین شي.»

د هند دې ډپلوماټ وویل چې هېواد به یې د پراختیا په برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې درېیو میلیارډو ډالرو ته ورسوي.

ښاغلي اکبر وړاندي زیاته کړه:«تیر کال موږ تازه پراختیايي مرسته پیل کړه چې افغانستان کې په لوړې اغېزې ۱۱۶ پروژې په کې شاملې دي. دا پروژې به څښاک اوبو چمتو کول د کابل ښار لپاره وي او افغان بېرته راستانه شویو کډوالو ته د استوکنځیو جوړول وي.»

ده څرګنده کړه چې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا یې په لومړي‎توب کې دي.

همداراز یې زیاته کړه:«موږ په دې باور یوو چې زموږ مخامخ (د افغانستان هند ترمنځ) اړیکو کموالی کولی شي چې پر اقتصادی، سیاسي او امنیتي حالت اغیزې ولري.»

ده وویل:«اوس مهال ۱۷۰ زره ټنه غنم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته پر لاره دي.»

د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او دې هېواد ترمنځ هوايي کږلیچ جوړېدل چې تېر کال تاسیس شو، لویه لاسته راوړنه بولي.

د ده په خبره چې تر اوسه له هوايي لارې ۱۱۰ الوتنې هند ته شوې دي او کابو دوه زره ټنه میوه او توکي له افغانستان ته ورلېږدول شوي دي چې ارزښت یې لسګونو میلیونو ډالرو ته رسیږي.

د هند بهرنیو چارو وزارت وايي چې له افغانستان سره به خپلې پراختیايي مرستې درې میلیارډو ډالرو ته ورسوي

شریک یي کړئ