Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان زعفران د دریم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو د ښه کیفیت لرونکي زعفران معرفي شول

په بروکسل کې د ذایقې او د خوراکي توکو د کیفیت د ارزونې نړیوال انسټېټوټ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د زعفرانو د ۳۰۰ نمونو له منځ څخه، د افغانستان زعفران یې د نړۍ غوره زعفران ونومول.

په همدې حال کې د کرهنې او اوبو لګولو وزارت په خوشحالۍ سره د ذایقې او د خوراکي توکو د کیفیت د ارزونې نړیوال انسټېټوټ له خوا د افغانستان زعفرانو ته د سرو زرو د درې ستورو ستاینلیک له ورکړې سره وايي چې هڅه کېږي تر څو دغه صنعتي بوټۍ د هېواد په ولایتونو کې دود شي.

د کرهنې او اوبو لګولو وزارت ویاند لطف الله راشد څرګنده کړه:"د افغانستان زعفران توانېدلي دي چې د نړۍ د ذایقې د سرو زرو د درې ستورو ستاینلیک ترلاسه کړي او د افغانستان لپاره د یو ښه پرمختګ او بریا ده،زعفرانو په وروستیو کلونو کې ښه پرمختګ لرلی دی او تېر کال مو ۴ زره کیلو ګرامه حاصلات درلودل".

په همدې حال کې د کرهنې د برخې یو شمېر کارپوهان د زعفرانو د کرهنې او محصولاتو د راغونډولو ښه والي ته په اشارې له حکومت څخه د زعفرانو د دودولو د پراخو پروګرامونو د پلي کولو غوښتونکي دي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړۍ سکندر حسیني هم زیاته کړه:"اوس هم د کیفیت او د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره جدي پاملرنې ته اړتیا ده او د زعفرانو په کښت کې باید اقلیمي او چاپېریالي شرایط په پام کې ونیول شي موږ په هرات کې د اوبو او هوا د ښو شرایطو له امله کښت کولای شو خو په ننګرهار کې یې نه شو کولای؛د ولایتونو د اوبو او هوا په اړه څېړنېوشي ترڅو کښت یې نورو ولایتونو ته دود شي".

اخوا د کرهنې او اوبو لګولو وزارت مسؤولان وايي چې تېر کال له څلور زره کیلو ګرامه زیات زعفران په هېواد کې ترلاسه شوي وو او اټکل کېږي چې سږ کال په هېواد کې د زعفرانو د زیاتو پیازو په وېش سره به په ۲۳ ولایتونو کې زیاته اندازه زعفران ترلاسه شي.

په بروکسل کې د ذایقې او د خوراکي توکو د کیفیت د ارزونې نړیوال انسټېټوټ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه