Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان لپاره د آلمان د ۵،۱ میلیون افغانیو مرستې ژمنه

د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت سې شنبې(د وري په ۲۸مه نېته) له افغانستان سره د شاوخوا ۵،۱ میلیاده افغانیو(۵۹ میلیونه یورو) په ارزښت د افغانستان د ښې حکومتولۍ، پایښتونکي اقتصادي پراختیا او همداراز ښاري پراختیا او د ښاروالي بیخبناوو په ډګرونو کې د پانګونه ژمنه کړې.

یاد هېواد همداراز ۸،۷ میلیارده افغانۍ هم د افغانستان د ایمني وجهي صندوق ته ځانګړې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان حکومت د ۲۰۰۱ زیږدیز کال راهیسې له افغانستان سره په ټولیزه توګه د ۳۴۵ میلیارده افغانۍو مرسته کړې ده.

له افغانستان سره د آلمان د مرستو بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا هېواد له افغانستان څخه د شویو مرستو په مقابل کې له افغان حکومت څخه تمه لري چې د اداري فساد سره د مبارزې، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنینوي، د ښځو د حقونو او برابرو فرصتونو د ودې او همدازار د کان ایستنې او د استخراج په سکتور کې د روڼتوب د تامین په ډګرونو کې د اصلاحاتو د کولو په لاره کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي دي:«آلمان اړخیزې همکارۍ له برخې څخه ۳،۵ میلیارده افغانۍ یعنې ۴۰ میلیونه یورو چې د انرژۍ په سکتور کې به ورځنې پانګونه وشي، د روانو او راتلونکو پلان شویو پروژو د پایښت په موخه د ددغو پروژو د کړنو او ساتنې او څارنې د لارښودونو په ترسره کولو مشروط دي.»

د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا په وزارت کې د افغانستان او پاکستانې د څانګې مشر ښاغلي ډاکټر هیننګ پلاتې د مرستو د ژمنې په مراسمو کې ویلي دي:«المان د افغانستان د پراختیا او د دې هیواد د خلکو د یوه ډاډه او اوږدمهال شریک په توګه پاتې کیږي – څرنګه چې مونږ پخوا هم همداسې پاتې شوې یو. المان تر ۲۰۲۰ کاله پورې هر کال د ۴۳۰ میلیونو افغانیو مالي مرستې په کولو سره په افغانستان کې د پراختیا سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

په همدې حال کې یادو مراسمو کې د افغانستان د مالیې وزارت د پالیسۍ د چارو مرستیالې، مېرمن ډاکټر ناهید سرابی څرګنده کړې ده:«څرنګه چې د افغانستان د سولې او ملي پراختیا په چوکاټ کې بیان شوي دي، د افغانستان  پرمختیا ستراتیژي په پام کې لري چې د اقتصادي ودې د کچې لوړولو ته ورسیږي، د ګاونډیو هیوادو سره دوستانه اړیکي پراخې کړي، زمونږ عواید زیات کړي، کارجوړونه منځته راوړي، د بې وزلۍ کچه را ټیټه کړي، او د تاوتریخوالي شخړې ته د پای ټکۍ کیږدي. »
 
آلمان له افغانستانه تمه لرِ چي د جنوا متقابل ځواب ورکوَنې چوکاټ کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي

شریک یي کړئ