Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اوبو رسونې د یو اوږد کانال په اړه تړون لاسلیک شو

د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي له یو امریکايي شرکت سره يې د خوش‌تیپه د اوبو رسونې د کانال تړون لاسلیک کړی دی. 

دا تړون چې د «AECOM» په نوم له امریکايي شرکت سره لاسلیک شوی دی، ټول پرې ۳،۶ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د امریکا متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیايي بنسټ له لوري ورکول کېږي. 

دا تړون یوازې د دې کانال چې له جوزجان، بلخ او کندزه تېرېږي، د امکاناتو د سنجولو لپاره شوی دی. 

د یاد وزارت وزیر نصیر احمد درانی په دې اړه وايي: «یوازې د دې پروژې د امکان سنجۍ د مطالعاتو لګښت ۳،۶ میلیونه ډالر دی، چې د «یو ایس ای ډې» له لوري ورکول کېږي.» 

دا کانال به وکولی شي چې په جوزجان، بلخ او کندز کې شاوخوا دوه میلیون او پنځه سوه زره جریبه ځمکه خړوبه کړي. 

اقتصادي کارپوهان دا یو مناسب ګام بولي او هیله لري چې د اوبو ضایع کېدل به کنټرول او کرنیز حاصلات به لوړ کړي. 

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالواسع حیدري وايي: «په افغانستان کې د بڼوالۍ او کښت په برخه کې پانګونه او عصري کول يې هم د کرندګرو حاصلات ډېروي او هم د هغوی پر ژوند نېغ اغېز لري.»

د کرنې وزارت د معلوماتو پر اساس د دې پروژې د امکاناتو د سنجولو مطالعه به یو کال وخت ونیسي او وروسته به يې عملي کارونه پیل شي.
 
شریک یي کړئ