Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بادامو ملي جشن؛ چې تولید کې يې د پام وړ زیاتوالی راغلی

د بلخ په مزارشریف ښار کې د باداموملي جشن؛ تر سرلیک لاندې د بادامو د بېلابېلو ډولونو نندارتون جوړ شو. 

دا جشن چې له ګڼو ولایتونو نه پکې د بادامو بېلابېل ډولونه نندارې ته وړاندې شوي، نن (چهارشنبه، د لړمي شپاړسمه) مزار شریف ښار کې په یوه هوټل کې جوړ شو. 

د بلخ د کرنې وزارت چارواکي وايي د بادامو تولیداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او بزګرانو ته يې ښه ګټه کړې ده. 

ذبیح الله زوبین وویل، هر باغوان ته هرې ونې له څلورو تر څلورنیم زره افغانيو عاید په ګوتو ورکړی: «په بلخ او شمالي ولایتونو کې له یو جریب نه تر۶۰۰زره افغانیو پورې حاصلات د بزګرانو لاس ته ورغلي.»

د سمنګان ولسوالۍ د فیروز نخجیر ولسوالۍ اوسېدونکی محمد قاسم چې تر دوه جریبه ډېره کرنیزه ځمکه کې بادام لري، وايي حاصلات يې ډېر ښه و.

هغه زیاته کړه: «سږ بادام ښه و، محصولات يې ډېر شوي، خصوصاً د قمبري بادامو حاصل ډېر و.»

د تخار ولایت اوسېدونکی بزګر امام محمد چې دې جشن کې ګډون ته راغلی وايي، ځینو دواګانو او وسایلو ته اړتیا لري. 

هغه طلوع‌نیوز ته وویل: «موږ دواګانو او کرنیزو وسایلو ته ډېره اړتیا لرو، د شاخ‌برۍ وسایل باید له موږ سره مرسته وشي.»

د بادامو صنعت د پراختیايي مؤسسې اجراییه مشر احمد جاوید احمدزاده وايي چې د هېواد په کچه د بادامو په صادارتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. 

هغه وویل د بادامو صادارت سږ کال له پنځه زره مټریک ټن نه نهه زره مټریک ټن ته لوړ شوي: «اقتصادي ارزښت يې هم له ۲۹ میلیونه ډالره ۳۵ میلیونه ډالر ته رسېدلی دی.»

د بزګرانو په وینا په کور دننه بازارونو کې یو من بادام له ۲۴۰۰ تر ۳۲۰۰ افغانیو ارزښت لري.
 
شریک یي کړئ