Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بازارونو تړل کېدو خصوصي برخې ته د ورځې۲مېلیونه ډالره زیان رسولی

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې د بازارونو د تړلو پاتې کېدو له امله خصوصي برخې ته د ورځې تر ۲ مېلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی ټینګار کوي چې د دغه وضعیت دوام د هېواد د سوداګرو لپاره اندېښمنونکی دی.

هغه په دې اړه وویل:«دا یې لاره نه ده چې ټول ښار تړي؛یوه اوونۍ د کابل او خصوصي سکټور لپاره د نه زغملو وه او دا د خصوصي سکټور جدي اندېښنه ده او سوداګر یې اندېښمن کړي دي.»

په همدې حال کې په کابل ښار کې ځینې سوداګر او هټۍ وال وايي چې د بازارونو تړلي پاتې کېدو سوداګرو ته د زیان رسولو ترڅنګ د خوراکي توکو د لوړېدو لامل هم شوی دی.

یوه سوداګر زمان الدین څرګنده کړه:«ټول مالونه چې رسېدلي دي په دروازو کې د حکومت له خوا درول شوي او نه شي کولای بازار ته ننوځي؛له همدې امله د توکو پر بیه یې اغېزه کړې ده. او همدارنګه خصوصي سکټور او سوداګرۍ ته زیان رسولی دی.»

له یوې اوونې وروسته د پنجشنبې په ورځ(د غبرګولي په ۱۸ مه) یو شمېر بازارونه پرانیستل شول خو تر اوسه هم ځینې هټۍ تړلې دي.

هغو کسانو چې هټۍ یې پرانیستې دي د پلور او پېر له کموالي خبرې ورکوي.

یو له دغو هټۍ والو شیرزي وویل:«خلک نه‎راځي چې څه واخلي،پلور نه‎شته د بازار وضعیت ډېر خراب دی.»

اخوا د پلازمېنې اوسېدونکي وايي چې د خوراکي توکوبیې څو برابره لوړې شوي دي.

د کابل اوسېدونکي عبدالواحد په ډاګه کړه:«خلک ډېرې ستونزې لري،د هر څه بیه لوړه شوې ده.له دې وړاندې یو څیز په یولس نیم سوه وه اوس په دولس نیم سوه شوی دی.»

په کابل کې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې له مرګوني برید او په دې اړه د اعتراضونو له دوام څخه وروسته، ډېری واټونه د تګ راتګ پر مخ وتړل شول چې هېوادوال په سختۍ سره کولای شي له یوې سیمې بلې سیمې ته تګ راتګ وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه ګواښ کوي که‎چېرې شخړې پای ته ونه رسېږي، په هېواد کې به د سوداګرۍ وضعیت خراب شي.

شریک یي کړئ