Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدخشان د سرو زرو او بلخاب د مسو کانونو تړونونه لاسلیک شول

د کانونو او پټرولیم وزارت، د جمعې په ورځ (د تلې په ۱۳ مه) د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو کانونو تړونونه د (ترکش افغان مایننګ) او «افغان ګولډ اېنډ منرالز» ته ورکړل.

د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو پر نبسټ، دغه دوه شرکتونه په درې راتلونکو او د دغو کانونو د اکتشاف په پړاو څه باندې ۷۸ مېلیونه ډالر پانګونه به وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي په دې اړه وویل:«ټول پړاونه په مشخصه توګه تسره شوي او لازم ظرفیت شته چې له دغو پروژو ارزونه ولرو.»

د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو کانونه په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې داوطلبۍ ته وړاندې کړل شوي وو. د کانونو وزارت وايي چې هغه مهال دوه نړیوال شرکتونه او کورني همکاران یې وتوانېدل د دغو کانونو ګټوونکي شي.

د دغو کانونو تړونونه د جمعې په ورځ د امریکا په واشنګټن دي سي ښار کې د مالیې او کانونو وزارتونو د سرپرستانو له خوا له دغو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.

خو د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ، له دغو ګټوونکو شرکتونو سره له دوه کلونو ځنډ سره د دغو تړونونو لاسلیکول، د کانونو د پخوانيو قوانینو پر خلاف بولي.

د دغه بنسټ رییس محمد اکرام افضلي وايي:«د کانونو د پنځم قانون ۱۶ ماده وايي چې دغه کسان(هغه کسان چې له حکومته یې استعفا کړي وي) کولای شي پنځه کاله وروسته دا پروژې ترلاسه کړي، خو څو میاشتې نه کېږي چې ښاغلي نادري استعفا کړې ده؛ په کوم بنسټ وزارت وايي چې د قانون پر بنسټ دا کار مو ترسره کړی دی.»

په دې اړه ځينو نړیوالو رسنیو هم د مدني بنسټنو د روڼیتا د څار بنسټونو اندېښنې دا چې دا تړونونه هغو شرکتونو ته ورکړل شوي چې د ښار جوړونې په پخواني وزیر پورې اړه لري، خو د تړونوالو شرکتونو چارواکي د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دا تړونونه له هغې مخکې کله چې ښاغلی نادري دحکومت د کابینې وزیر وه ترلاسه کړي وو.

شریک یي کړئ