Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برېښنا او اوبو وزارت:د کاسا -۱۰۰۰ پروژې عملي کار ډېر ژر پیلېږي

د برېښنا او اوبو وزارت نن پنجشنبې(د غوايي په ۱۴ مه)اعلان وکړ چې یوه هندي شرکت د کاسا ـ۱۰۰۰ پروژې د عملي کېدو لپاره مشخصه شوې او د دغه شرکت له تأیید څخه وروسته د تدارکاتو کمېسیون له خوا به د دغې پروژې عملي کار پیلېږي.

د افغانستان په خاوره کې د کاسا -۱۰۰۰ پروژې عملي کېدو ټولیز لګښت ۴۰۴ مېلیونه ډالره اټکل شوی دی او ټاکل شوې ده چې د دغو پیسو ستره برخه د نړیوال بانک له خوا ورکړل شي.

د برېښنا او اوبو وزارت چارواکي وايي چې د کاسا زر پروژې اهمیت ته په پام سره حکومت د دې پروژې عملي کولو په موخه پراخ پروګرامونه په پام کې لري او د دې پروژې د عملي کېدو لپاره لازم پروګرامونه په پام کې نیول  شوي  دي.

د برېښنا او اوبو وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالبصیر عظیمي وايي:«د تدارکات د پړاونو له تېرېدو افرګشايي کمپنۍ چې واجد شرایط وو غوره شو او د مذاکرې په پړاو کې موږ وتوانېدو چې له کمپنۍ څخه تخفیف هم واخلو له نېکه مرغه د نړیوال بانک هوکړه هم واخیستل شوه او انشاالله له وروستۍ منظورۍ وروسته د تړون عقد به وشي.»

د برېښنا شرکت رییس قدرت الله دلاوري وویل:«د سروې کار یې پیل کړی  او وړاندیزونه یې ورکړي او له څېړنې وروسته په راتلونکي مجلس کې چې په تاجیکستان کې دی وروستی شي.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې حکومت باید د سترو اقتصادي پروژو په عملي کطدو کې د روښانه تګلاره ولري او همداراز د مدیریتي نظم په موخه دا پروژه په مناسبه توګه عملي کړي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود څرګنده کړه:«د کاسا زر شا باید ونیسو د دې لپاره په لنډو وخت کې زموږ لپاره به ستر سیاسي فشار وي او همدارنګه اقتصادي کارونه زېږوي.»

د کاسا زر پروژه له قرغزستانه پیل او له تاجیکستان څخه په تېرېدو د افغانستان په خاوره کې ۵۶۲ کیلو متره غځول کېږي، او پېښور ته رسېږي. دا پروژه د افغانستان، تاجیکستان، قیرغیزستان او پاکستان د اړیکو د پراختیا لپاره مهمه ده.

شریک یي کړئ