که څه هم تر دې وړاندې ویل کیدل چې بریښنا شرکت په خپل بانکي حساب کې د ډېرو پېسو په لرلو هېواد کې یو له شتمنو شرکتونو دی، خو د بریښنا شرکت رییس وایي چې دغه شرکت په خپل بانکي حساب کې یوازې سل ملیونه ډالر لري چې دا پېسې هم د بیړنیو حالاتو لپاره ساتل کیږي.
امانالله غالب زیاتوي چې تېرکال په بانکي حساب کې د دغه د سپما پېسې ۳۰ میلیون ډالرو ته رسیدلې وې، خو اوس د دغه شرکت حالت ښه دی.
د برېښنا شرکت رئیس، امانالله غالب څرګندوي:«موږ کابو له هغو ستونزو چې په مالي برخه کې مو درلودې راوتلي یوو، او اوس حالت ښه دی، خو دا چې موږ دېرې پېښې ولرو، داسې نه ده.»
د بریښنا شرکت اوس مهال د ملیونونه مشتریانو په لرلو سره په هېواد کې د برښنا د ویش یوازینی لوی شرکت دی چې نهه کاله وړاندې یې له تصدۍ نه دولتي سهامي شرکت ته د شخصیت بدلون ورک .
دد غه شرکت د عوایدو زیاتیدل او په هېواد کې د بریښنا شرکت پراختیا د دې کال له موخو بلل کیدله.
اوس ویل کیږي چې د افغانستان د بیارغاونې په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي څارونکي هم په بیلابیلو برخو کې ددغه شرکت د مرستو د لګولو او پروژو په تړاو څيړنې پېل کړي دي.
په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازي په دغه شرکت کې د اداري فساد پر شتوالي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د بریښنا شرکت د عوایدو لپاره د پیاوړي مدیریت پر رامنځته کولو سربیره اړتیا ده چې ددغه شرکت کړنې په جدي توګه بیا وڅیړل شي .
د ولسي جرګې غړی، کمال ناصر اصولي وايي:«موږ مخکې له دې هم ویلي وو چې په برېښنا شرکت کې ستونزې شته دي د انرژۍ وزارت باید په دې برخه کې کار وکړي چې ستونزې هوارې کړي، ځکه چې د دې شرکت خدمتونه هم معیاری نه دي.»
تر دې وړاندې د بریښنا شرکت د عوایدو د حیفو میل کیدو او دغه راز پر دغو عوایدو د څارنې د نشتوالې په تړاو اندښنه څرګنده شوې وه.
په تر ټولو تازه مورد کې د طلوع نیوز موندنې ښيي چې د بریښنا شرکت یوه کارکوونکې توانیدلې ده چې د دغه شرکت د لویو مشتریانو د بریښنا د لګښت د شمېر په بدلولو سره دغه شرکت ته څه باندې یو میلیارد افغان زیان واړوي.
د بریښنا شرکت مسوولین مني چې د بډو، فساد او د ددغه شرکت د عوایدو د تالا ترغه کولو په تور تر اوسه په دغه شرکت کې د بیلابیلو کچو دوه اتیا تنه کارکوونکي تر پيژندنې وروسته عدلي او قضايي ادارو ته ورپيژندل شوي دي.