Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حاجیګک کان له څېړنې وروسته داوطلبۍ ته وړاندې کېږي

د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي وایي، د حاجي ګک کان په اړه ارزونه کوي او هندي کنسرسیوم د افغانستان وړاندیزونو ته ځواب ونه وایي، دا کار به بیاځلې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

چارواکي وايي، په نېږدې راتلونکې کې به، د حاجيګک کان په اړه د دوی ارزونه پای ته ورسېږي او همدارنګه د کاناډايي شرکت وړاندیز چې د دغه کان د داوطلبۍ لومړۍ برخه جوړوي، رد شوې ده.

خو د کانونو وزارت د دغه واړندیز د غځولو غوښتونکی شوی او همدارنګه هندي کنسرسیوم د حکومت وړاندیزونو ته ځواب نه دی ویلی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي په دې اړه وویل:«که‎چېرې هندي کنسرسیوم وکړای شي، تخنیکي او حقوقي موارد او همدارنګه نور موردونه بشپړ کړي، تړون کېږي او پروسه وروسته بشپړېږي. که‎چېرې ستونزې شتون ولري او ځواب ویوونکې نه وي، نو طبیعي ده چې پروسه داوطلبۍ ته ځي.»

له بلې خوا ویل کېږي  اوسني حالت کې د حاجي‎ګک کان اوسپنې ویستنه د هېواد اوسني حالت په ګټه دی.

د اوسپنې‎ولې کولو کارخونو یو شمېر څښتنان وايي چې له بهر څخه اومه مواد راواردوي او که د حاجي‎کګ کان اوسپنه ویستل شي، نو دا کار به د هېواد اقتصاد په ګټه وي.

یو تن د کارخونې څښتن، پرویز وايي:«که د افغانستان کانونه فعاله شي، ډېره اوسپنه لري، په ځانګړې توګه د حاجي‎ګک کان چې د اوسپنې لوی کان دی. که ایستنه یې وشي نو د د کورنیو صنایعو خام مواد به برابر شي.»

دا په داسې حال کې ده چې کلونه مخکې له افغانستان څخه د ټاپي پروژې رغونې لپاره د حاجي‎ګک کان اوسپنه او پولاد له ترکمنستان څخه د نل‎لیکو رغونې په موخه په پام کې نیول شوي وو، او ډېر ژر داوطلبۍ ته هم وړاندې چې بریالي کسان هم ورته مالوم شول، خو اوس داسې ښکاري چې لنډ وخت کې به د دې کان د اوسپنې ویستنه پیل نه شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي چې د دغه ادارې له خوا د حاجیګک د اوسپنې پر کان څېړنې دوام لري او ډېر ژر به وروستۍ شي ترڅو د دغه کان برخلیک مالوم شي.

شریک یي کړئ