Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خان سټیل کار خونې د دویمې برخې د جوړولو کار پیل شو

په هېواد کې د اوسپنې د ویلې کولو د تر ټولو سترې کارخونې «د خان سټیل» کارخونې د دویمې برخې د جوړېدو کار پیل شو.

د خان سټيل کارخونې څېښتن وايي چې د دغې کارخونې په دویمه برخه یې ۲۰ مېلیونه ډالره پانګونه کړې او تر راتلونکو درې میاشتو د دغې کارخونې د دویمې برخې له جوړېدو سره، د هغه وړتیا به دوه برابره شي او د زر تنو لپاره به د کار زمینه هم برابره شي.

د خان سټیل فابریکې مسوولین ادعا کوي چې د دې کارخونې د دوهمې برخې په بنسټ اېښودلو سره په هېواد کې د ګول سیخونو د ۲۰ سلنه کمښت خبر ورکوي. دا له هغو لس ډوله توکي دي چې د هېواد ۸۰ سلنه واردات پرې تړاو لري.

تر راتلونکو دریو میاشتو به د خان سټیل کارخونې د تولید ظرفیت په څلرویشتو ساعتونو کې څلورسوه ګول سیخونو ته زیات شي، په داسې حال کې چې د دې فابریکې مسوولین اوس‎مهال د لګښت لرونکې او ناډاډمنې برېښنا له ستونزې سره مخامخ دي او له حکومته غواړي د ګول سیخونو پر وارداتو د تعرفي په لوړولو له دغې فابریکې ملاتړ وکړي.

بل پلو د اجرايیه ریاست لومړی مرستیال د دغې کارخونې د چارواکو د غوښتنو پر څېړنې او د دغې کارخونې د برېښنا د کموالي پر حل ټینګار کوي.

د اجراییه ریاست لومړی مرستیال انجینیر محمد خان وویل:«هڅه کوو ترڅو خپل صادرات او واردات برابر کړو، ملي یووالی حکومت او په ځانګړې توګه ښاغلی ولسمشر بشپړه ژمنه لري چې کورنۍ صنایعې په پښو ودروي او له هغه ملاتړ وکړي ترڅو هغوی وده وکړي.»

له بلخوا د دغې کارخونې مسوولین له حکومته غواړي دوی ته فرصت ورکړي له هندي کنسرسیوم سره چې په حاجيګک کان کې پانګونې ته لېواله دی د دغه کان د ایستلو په کار کې ونډه ولري.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان وايي:«هندی کنسرسیوم په داوطلبه توګه غوره پېژندل شوی او د دې لېوالتیا هم لري چې موږ مذاکره مخته یوسو. د دغو مذاکراتو په لړ کې زموږ هڅه دا ده له هغو شرکتونو سره چې د اوسپنې د تولید په برخه کې پانګونه کړې، ورسره اړیکه ونیسو او د هغې لېوالتیا په اړه چې هغوی یې د دغې پروژې په اړه لري، او دا چې کوم رول لوبوي خبرې وکړو.»

داغمه اوسپنې په اوسني وخت کې د هېواد د اوسپنو ویلو کولو د فابریکو د خامو موادو یوازینۍ سرچینه ده.

د اوسپنې د ویلو کولو د کارخونو خاوندانو له دې مخکې خبرداری ورکړی تر راتلونکو دوو کلونو به دا سرچینې ختمې شي او که دوامداره سرچینې پيدا نه‎کړي پراخې پانګونې به یې له منځه ولاړې شي.

په دې لړ کې د اوسپنې د ویلو کولو د کارخونې مسوولین وايي تراوسه یې تر پنځوس مېلیون ډالرو پانګونه کړې او په اوسني وخت کې زر تنه په دغه فابریکه کې کار کوي. 

شریک یي کړئ