Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د راتلونکي کال د ملي عوایدو لپاره ۱۵۰ مېلیارده افغانۍ تعیین شوي

د پیسو نړیوال صندوق د ۱۳۹۶ مالي کال د ملي عوایدو لپاره یو ۱۵۰ مېلیارده افغاني هدف ټاکلي دي.

د مالیې وزارت ویاند وایي چې د حکومت عوایدو ته په کتو سره افغانستان کولای شي په راتلونکي کال تر ټاکل شوې موخې هم زیات عواید لاس ته راوړي.

دغه وزارت زیاتوي چې نړیوال بانک د حکومت د تېر کال د ډېرو عوایدو د راغونډولو د هڅولو لپاره له افغانستان سره ۱۰۰ مېلیونه ډالره ورکوي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زي وویل:«د عوایدو په راغونډولو کې به پراخ احصلاحات رامنځته کړو ترڅو د عوایدو کچه لوړوالی پیدا کړي او وتوانېږو چې د پیسو د نړیوال صندوق له خوا د ټاکلې موخې څخه زیات عواید غونډ کړو.»

اخوا د افغانستان د روڼتیا بنسټ وایي چې تر اوسه هم په افغانستان کې د حکومت یو لویه برخه عواید تالاترغۍ کېږي.

د روڼتیا د څار بنسټ رییس اکرام افضلي په دې اړه وايي:«تراوسه هم د حکومت یو شمېر عواید د هېواد په ګمروکونو کې د فساد له امله له لاسه ځي او تراوسه حکومت نه دی توانېدلی چې د دغه کار مخه ونیسي او په دغې برخه کې د حکومت کار د قناعت وړ نه دی.»

د اقصادي چارو کارپوهان وايي د کورنیو تولیداتو په برخه کې پانګونه،له ګمروکونو څخه د عوایدو د راغونډولو برېښنايي کول،د عاید لرونکو سرچینو پلټنه هغه لارې چارې دې چې د ملي عوایدو په راغونډولو کې به د تالاغرغۍ د مخنیوي لامل به شي.

د پوهنتون استاد سید مسعود په دې اړه څرګنده کړه:«یوه لاره چې کولای شي د هېواد عواید زیات کړي،د کورنیو تولیداتو په برخه کې پانګونه ده.ځکه چې د کورنیو تولیداتو زیاتوالی خلکو ته د کاري زمینو د ارمنځته کېدو لامل کېږي او همدارنګه د مصرف کچه هم زیاتېږي او د حکومت په عوایدو کې به زیاتوالی راشي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره کال د پیسو نړیوال صندوق د افغان حکومت د ملي عوایدو د راغونډولو لپاره ۱۳۲ مېلیارده افغانۍ هدف ټاکلی وه،خو په بېلابېلو ادارو کې د ملي عوایدو د تالاترغۍ د ستونزو سره سره،د مالیې وزارت وتوانېد چې څه باندې ۱۶۰ مېلیارده افغانۍ راغونډې کړي.

شریک یي کړئ