Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ریاض ناسته؛ د افغانستان او سعودي ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا

ریاض کې د افغانستان او سعودي عربستان د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو ګډ کمېسیون خپله لومړۍ ناسته وکړه.

د ماليې وزارت وايي، دغه غونډه (دوشنبې د تلې په ۱۶مه نېټه) د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي او د سعودي سوداګرۍ وزیر مجید بن عبدالله الغاصب په مشرۍ جوړه شوې وه.

د یاد وزارت په خبرپانه کې راغلي دي چې غونډه کې په دوه اړخیزو همکاریو، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پياوړتیا، د پانګه والو جلب، انرژۍ، د پراختیايي پروژو په تطبیق، تخنیکي او ټرانسپورټۍ همکاریو، ښې حکومتولۍ، د کانونو استخراج، سیمه ییزو او نورو اړوندو همکاریو خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې د مالیې سرپرست وزیر له سعودي عربستان سره د سوداګریزو هوکړو لاسلیک ته لېوالتیا ښودلې ده.

ښاغلي قیومي ویلي، د ګډ سوداګریز کمسیون جوړېدل، د ریاض او کابل تر منځ د ستراتیژیکو او اقتصادي همکاریو نوی باب پرانیستی دی.

سرچینه د سرپرست وزیر په حواله لیکي: «دغه ناستې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو سبب ګرځي او د افغانستان لوری چمتو دی، چې له پانګونې څخه د ملاتړ او لوړېدو په موخه د سوداګرۍ دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړي.»

ښاغلي قیومي له سعودي سره د اقتصادي ملګرتیا د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو غښتلتیا بللې.

د ماليې سرپرست وزیر په دې غونډه کې د ګډون تر څنګ له ځینو لوړپوړ سعودي چارواکو سره هم لیدلي دي.

په دې ناسته کې د ماليې سرپرست وزیر ویلي، د ګډ سوداګریز کمسیون جوړېدا، د سعودي او کابل تر منځ د ستراتیژیکو او اقتصادي همکاریو نوی پړاو پرانیستی

Thumbnail

ریاض کې د افغانستان او سعودي عربستان د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو ګډ کمېسیون خپله لومړۍ ناسته وکړه.

د ماليې وزارت وايي، دغه غونډه (دوشنبې د تلې په ۱۶مه نېټه) د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي او د سعودي سوداګرۍ وزیر مجید بن عبدالله الغاصب په مشرۍ جوړه شوې وه.

د یاد وزارت په خبرپانه کې راغلي دي چې غونډه کې په دوه اړخیزو همکاریو، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پياوړتیا، د پانګه والو جلب، انرژۍ، د پراختیايي پروژو په تطبیق، تخنیکي او ټرانسپورټۍ همکاریو، ښې حکومتولۍ، د کانونو استخراج، سیمه ییزو او نورو اړوندو همکاریو خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې د مالیې سرپرست وزیر له سعودي عربستان سره د سوداګریزو هوکړو لاسلیک ته لېوالتیا ښودلې ده.

ښاغلي قیومي ویلي، د ګډ سوداګریز کمسیون جوړېدل، د ریاض او کابل تر منځ د ستراتیژیکو او اقتصادي همکاریو نوی باب پرانیستی دی.

سرچینه د سرپرست وزیر په حواله لیکي: «دغه ناستې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو سبب ګرځي او د افغانستان لوری چمتو دی، چې له پانګونې څخه د ملاتړ او لوړېدو په موخه د سوداګرۍ دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړي.»

ښاغلي قیومي له سعودي سره د اقتصادي ملګرتیا د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو غښتلتیا بللې.

د ماليې سرپرست وزیر په دې غونډه کې د ګډون تر څنګ له ځینو لوړپوړ سعودي چارواکو سره هم لیدلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه