Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د زعفرانو صادراتو پراختیا په موخه صادراتو ملي تګلارې لومړنی غونډه

کابل کې د زغفرانو د صادراتو د پراخیتا په موخه د هېواد د صادراتو د ملي تګلارې لومړنۍ مسلکي غونډه جوړه شوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد د صادراتو د ملي تګلارې مسلکي غونډې د زعفرانو په تړاو له خبرو او بحث پېل کړې ده.

خو د دغه وزارت سرپرسته د هېواد د زعفرانو پېرلو ته د ترکیې لېوالتیا او اروپایي هېوادونو ته د افغانستان په نوم د هغو صادراتو ته په پام سره وایي چې دغه وزارت د صادراتو د ملي تګلارې له تصویب راهیسې د دې تګلارې د پلي کولو په برخه کې بریاوې لرلې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرسته کامله صدیقي په دې اړه وویل:«ترکیې له دې مخکې له ګانډویو هېوادونو زعفران پېرل او چین ته یې صادرول. له موږ سره یې ژمنه وکړه چې ټولې پېرودنې له افغانستانه کېږي او د افغانستان له لوګو (نښان) سره چین ته به صادر شي.»

اخوا په دې غونډه کې د کرنې او اوبو لګونې وزیر له خصوصي برخې غواړي چې د زعفرانو بسته بندي او پروسس معیاري کړي.

د کرنې او اوبو لګولو وزیر نصیر احمد دراني څرګنده کړه:«موږ حاضر یوو تولید زیات کړو، موږ حاضر یوو چې په کمیت او کیفیت کې له تاسو سره مرسته وکړو. موږ سږکال هم ایران او هندوستان ته بزګر واستول. دا ټول له تاسو سره مرسته کولای شي. خو له هغې ډېر، بنسته بندي، پروسس او د کیفیت معیاري ساتل په تاسو پورې اړه لري.»

د نړیوالۍ سوداګرۍ خونې رییس عبدالقدیر بهمن وویل:«کله چې یو صادرونکی خپل زغفران بهر ته صادروي، باید له پېردونکي سره یو تړون ولري، زموږ وړاندیز دا دی چې په تړون کې یې نړیوال معیارونه په پام کې ونیول شي.»

د سوداګرۍ او صنایعو خونه له حکومته غواړي چې هېواد ته د نورو هېوادونو د ټيټ کیفیته زعفرانو د قاچاق د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي .

سږکال د هېواد د زعفرانو حاصلات څه باندې شپاړس ټنو ته رسیدلي دي ؛ په داسې حال کې چې د هېواد د زعفرانو  د ملي تګلارې له مخې تر یو څورلسوم زیږدیز کاله پورې به څلور سوو ټنو ته ورسیږي .

 له همدې امله د کرنې وزیر وایي چې د زعفرانو د کر د پراختیا موخه تر لاسه شوې ده او اوس باید د زعفرانو   پروسس او بسته بندۍ باندې پانګونې وشي .

شریک یي کړئ