Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوداګرۍ خونه: هېواد ته نیم وارداتي توکي په قاچاقي توګه راځي

د سوداګرۍ او صنایعو خونه د هېواد بازارونو ته د توکو د قاچاق پر زیاتوالي د اندېښنې په ښودلو سره وایي دا کار د ملي عوایدو پر کموالي سربېره د ناسالمې سیالۍ او د کورنیو شرکتونو د کارو بار د ځوړ لار هواروي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې په وروستي یوه کال کې له نارسمي لارو د پنځوس سلنه قاچاق ترڅنګ د ګمرکي پړاوونو له ترسره کولو پرته د هېواد له ګمرکونو د توکو د وړلو بهیر هم زیات شوی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي:«ځايي زورواکي له دې مخکې په خپلې سوداګرۍ بوخت وو، خو اوس د عاید یوازینۍ سرچینه یې له سوداګرو د پیسو اخیستل دي او بل کار نه‎لري.»

اخوا سوداګر وایي چې له رسمي او نارسمي لارو د توکو د قاچاق د بهیر له زیاتوالي حکومتي ادارې خبرې دي خو مخه یې نه نیسي.

سوداګر محمد محسن امیري څرګنده کړه:«ټول د افغانستان له پولو واردېږي او حکومت مخنیوی یې حکومت ته اسان کار نه دی.»

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې اوسمهال په پولو کې د نامسوولو وسله‎والو ډولو تر څنګ زورواکي د توکو د قاچاق له لارې تر ټولو ډېرې پیسې تر لاسه کوي.

 په دې تړاو مو د مالیې وزارت د چارواکو نظر تر لاسه نه شو کړای.

بلخوا سوداګر وایي چې له رسمي او نارسمي لارو د توکو د قاچاق د بهیر له زیاتوالي حکومتي ادارې خبرې دي خو مخه یې نه نیسي.

شریک یي کړئ