Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د فراه ولایت ابونصر فراهي بندر له لارې واردات بندیږي

حکومت تر راتلونکو دوه ورځو پورې د ابونصر فراهي له بندر نه د تیلو، سمنټو، کاشي، سرامیکو او اوسپنیزو توکو واردات بندوي.

دګمرکاتو د عمومي ریاست دیوه مکتوب او د فراه ولایت دګمرک د یوې اعلامیې په اساس له ایران نه د دغو توکو واردات درول کېږي.

په دغې مکتوب کې راغلی د عوایدو او ګمرکاتو معینیت په چنګاښ میاشت کې پریکړه وکړه چې له دغو توکو به سل سلنه محصول په ابونصر فراهي بندر کې اخستل کیږي او په هماغه وخت کې یې خبرداری ورکړکه دغه پریکړه عملي نه شي نو د دغو توکو واردات به محدود او یا په بشپړ ډول بند شي.

د سوداګریو او صنایعو خونو مرستیال، محمدیونس مهمند وویل:«د هغه ځای مامورین له شپږو زرو افغانیو معاش سره لیږل کېږي او وروسته دوی یوازې دوه زره ډالره د ویزې اخیستو لپاره لګوي. ادا پېسې له کومه کېږي. حکومت باید د فساد مخه ونیسي.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د فراه په ګمرک کې پراخ فساد د دې پرېکړې اصلي لامل بولي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، نصرت رحیمي څرګندوي:«دې برخه کې هم موږ ته مالومات رسېدلي دي.هغه اقدامات چې امنیتي، کشفي او استخباراتي مراجعو کړي دي، د فساد موضوع وه، په دې برخه کې شک وه. بله لاره د راکړې وکړې لپاره ځانګړې شوې ده او وروسته له دې حالت څخه به عادي شي.»

خو د ابو نصر فراهي بندر څخه د وارداتو بندیدو پایلې به څه وي؟

سوداګر وايي چې خلک، دولت او سوداګر به زیات زیان وکړي او قاچاق به زیات شي.

د نیمروز د سوداګرۍ او صنایعو خونو رئیس، حاجي عبیدالله څرګندوي:«له ایران سره دولس ځایه دېوال د بازرونو جوړولو په نامه خلاص دی. په دې دولس ځایونو کې موږ ګمرک لرو.له دې قاچاق کېږي او توکي په کم کیفیت راوردیږي.»

د سوداګریو او صنایعو خوني وايي چې هر کال د افغانستان کابو څلور میلیارډه افغانۍ له دې بندر څخه ترلاسه کولې او اوس مهال کابو درې زره کسان پر کار بوخت دي، او که دابندر وتړل شي نو دوی به دندې له لاسه ورکړي.

د سوداګریو او صنایعو خونې په دې باور دي چې حکومت دا پرېکړه ځکه کړې چې په ګمرک کې د فساد له منځه وړو کې ناکامه شوی

شریک یي کړئ