Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لومړي ځل لپاره به اماراتو ته په رسمي توګه کاري ځواک واستول شي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې ټاکل شوې تر راتلوونکو درې میاشتو، د افغان د کارګرانو لومړنۍ ډله په رسمي توګه عربي متحده اماراتو ته واستل شي.

د دغه وزارت ویاند وايي چې په لوړي ګام کې ۲۵۰۰ تنه کارګران چې د ازادۍ سیالۍ له لارې او له هر ولایت څخه به غوره او عربي متحده اماراتو ته به واستول شي.

له متحده عربي اماراتو سره د هېواد د کارګرانو د لېږد هوکړه لیک له لاسلیک څخه اوو میاشتو وروسته اوس د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د دې هوکړه لیک د اجرا په موخه چمتووالی نیسي او ټاکل شوې د کاګرانو لومړۍ جوپه د را روان لمریز کال د وري په میاشت کې هغه هېواد ته ولېږله شي.

د دې وزارت ویاند وايي، په دې بهیر کې د هر ولایت کاري ځواک ته ونډه ورکول کېږي خو د تخنیکي او حرفه يي زده کړو درلودونکي کسان به ښه فرصت ولري.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزی په دې اړه وویل:«موږ کار پیل کړی ترڅو وکړای شو په خیر د ۱۳۹۸ لمریز کال په وري میاشت کې عملاً د ۲۵۰۰ کارګرانو لېږد چې په لومړي سره کې چې په ازمویښتي توګه استول کېږي کار یې پیل شوی او د وري په میاشت په رسمي بڼه به د کار لپاره واستول شي.»

د دې سربېره د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، له ترکیې، سعودي عربستان او قطر هېوادونو سره هم د هېواد د یو شمېر کاري ځواک د لېږد په اړه په خبرو بوخت دي او په نږدې وخت کې به له دغو هېوادونو سره هم هوکړه لیکونه لاسلیک شي. 

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د دې کار د هرکلي ترڅنګ وايي، په کار ده چې په هېواد کې دوامداره کاري فرصتونه برابر شي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمدعلي مشعل په دې اړه څرګنده کړه:«د د لنډمهال لپاره د وزګارۍ د له‎منځه وړلو لپاره د هېواد متحدو هېوادونو ته د کاري ځواک لېږد ډېر ښه دی د دې لپاره چې کاري ظرفیتونه د نړیوال کېدو په حال کې دي، د کار بازارونه د نړیوال کېدو په حال کې دي او دا د افغانستان لپاره هم یو ښه پیل کېدای شي او له بل خوا دا کارګران له نویو مهارتونو سره اشنا کېږي او له نویو مهارتونو سره هېواد ته راستنېږي.»

د کار وزارت د شمېرو پر بنسټ هر کال څلور سوه زره کاري ځواک بازار ته وړاندې کېږي او دم‎ګړی یو اعشاریه نهه مېلیونه کسان په هېواد کې وزګاره دي.

د کار او ټولیزو چارو وزارت ویاند وايي چې په لوړي ګام کې ۲۵۰۰ تنه کارګران چې د ازادۍ سیالۍ له لارې او له هر ولایت څخه به غوره او عربي متحده اماراتو ته به واستول شي.

شریک یي کړئ