Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د متقاعدینو حقوقو پېسې نه دي لیږدول شوې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت تېره ورځ(یک‎شنبې د کب۶مه) وايي چې د مالیې وزارت تر اوسه پورې دوه میلیارډه او ۴۰۰میلیونه افغانۍ چې د متقاعدینو تنخواوې دي، د دې وزارت حساب ته نه دي لیږلي.

د یاد وزارت ویاند، عبدالفتاح عشرت احمدزی وایي چې تېر کال کې د کورناستو (متقاعدینو)د معاشونو د څه باندې دوه ملیارده افغانیو پر کموالي سربیره دغه وزارت سږ کال هم په دې برخه کې له مالي ستونزو سره مخ دی.

ده زیاته کړه:«هغه پیسې چې د ۱۳۹۶ کال څخه موږ ته نه دي راکړل شوې او دوه میلیارده او ۴۰۰ میلیونه افغانۍ دي، او په ۱۳۹۷ کال کې رانکړل شي په دې کال کې به هم موږ له مالي ستونزو سره مخامخ ووسو او داسې شکایتونه به وي، لکه څنګه چې موږ په روان کال کې ورسره مخامخ یوو.»

دی زیاتوي چې که سږ کال یوازې ۵۰۰میلیونه د متقاعدینو معاشونه د دې وزارت حساب ته راغلي دي.

له بلې خوا ګن شمېر هغه تقاعد شوي کسان چې کلونه یې په دولتي ادارو کې کار کړی دی او له خپلو معاشونو یې حکومت ته مالیه هم ورکړې ده، د هغوی د کلنیو معاشونو د نه ورکولو له امله په ناوړه وضعیت کې دي.

روګل یوه کورناستې شوې میرمن ده چې تر اوسه نه ده توانیدلې خپل معاش تر لاسه کړي.

نوموړې له ناچارۍ اوښکې تویوي او حکومت د تقاعد شویو کسانو د معاشونو پر وړاندې بې پروا بولي.

روګل زیاتوي:«هره ورځ د کور څښتن راځي او د کور کرایه غواړي، خو زه یې نلرم، له کومه یې ورکړم، په ستونزو کې ډوبه یم.»

په داسې حال کې چې ۱۳۹۶ لمریز مالي کال پایته رسیدلې دی، خو دغه کورناستي شوي کسان هره ورځ د تقاعد د خزینې لوی ریاست ته ورځي څو خپل معاشونه تر لاسه کړي.

متقاعد، عبدالله څرګندوي:«سره له دې چې موږ بایومتریک شوي یوو، خو کله وایي چې جدي کې راشئ، کله وايي چې سلواغې کې او کله هم وايي چې کب کې راشئ، تر اوسه موږ نه دي ترلاسه کړي.»

دا لومړی ځل نه دی چې د کورناستو شویو کسانو معاشونه پر ټاکلي وخت نه ورکول کیږي بلکې تر دې وړاندې هم په ځلونو تقاعد شویو کسانو د خپلو معاشونو له نه ترلاسه کیدو سرټکولې دی.
 
د متقاعدینو حقوقو پېسې نه دي لیږدول شوې

د دې وزارت چارواکي وايي چې که دا پیسې د وزارت حساب ته ونه لېږدول شي، نو راتلونکي کال کې به هم د متقاعدينو حقوقو ورکړه له ستونزو سره مخامخ شي

شریک یي کړئ