Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مخابراتي خدمتونو اندازه کولو سیستم جوړولو کې د حکومت پاتې راتلل

د درېیو کلونو په تېريدو سره لا هم حکومت د مخابراتي خدمتونو د محصول څارنې او حساب ورکولو سیسټم پر جوړولو نه دی بریالی شوی، خو مخابراتي شرکتونه وايي چې دا سیستم یې په څوارلسو ورځو کې جوړ کړی دی.

د مخابراتي شرکتونو مسوولین هغه تورونه ردوي چې ویل شوي، دوی د دغه سیسټم د رامنځته کولو پر وړاندې خنډ دي. دا شرکتونه زیاتوی چې دوی سره هم پوښتنه ده چې حکومت ولې نشي کولی دا سیسټم جوړ او فعال کړي؟

له دې ټولو سره د طلوع نیوز موندنې ښيي، چې وروستیو درېیو کلونو کې د مخابراتي خدمتونو د محصول له اړخه په میلیاردونو افغانۍ؛ د یوه څارونکي سیسټم نشتوالي له کبله؛ یوازې د څو پاڼو په رپوټ کې راټولې شوې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې  تیرو دریو کلونو کې د مخابراتي خدمتونو د محصول له درکه یولس میلیاردو اته سوه ملیونه افغانۍ راټولې شوي.

خو د هېواد د ملي عوایدو دا لویه برخه د څو مخابراتي شرکتونو په لاس کې ده .

 د طلوع نیوزموندنې ښيي چې نه د مخابراتو وزارت او نه هم مخابراتي شرکتونه د دغو عوایدو د څارنې او حساب ورکونې لپاره کوم بریښنایي سسټم لري.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیر، شهزادګل اریوبي وايي:«د رییل ټایم سیستم رامنځته کولو په موخه مسوؤلیت څو دولتي بنسټونو ته سپارل شوی وه، او په همدې دلیل یې کار له ځنډ سره مخامخ شو، خو کله چې دا مسوؤلیت موږ ته سپارل شوی دی، کومه ستونزه په کې نه ده رامنځته شوې.»

مخابراتي شرکتونه وایي، حکومت په تیرو دریو کلونو کې نه دی توانیدلی چې د څارنې بریښنایي سسټم جوړ کړي . خو دغو شرکتونو پخپله یو سسټم په څورلسو ورځو کې جوړ کړی مګر بیا هم تر اوسه د حکومت لپاره د دې سیسټم کارونه، د منلو وړ نه ده.

د اتصالاتو شرکت یو تن مسوؤل، علی عسکرزاده زیاتوي:«موږ کولی شو چې وزیر ته ښکاره کړو، دا چې دا سیستم کار کوي، خو که په راتلونکې کې یې غوښتل پراخ یې کړي نو موږ چمتو یوو.»

د مخابراتي خدمتونو په لس سلنه محصول کې د روڼتیا او حساب ورکونې پر نشتوالي د نیوکو له زیاتیدو وروسته ؛ څه موده وړاندې د مالیې وزیر د څارنې او حساب ورکونې یا ریل ټایم د سسټم په جوړیدو کې د ځنډ یو لامل مخابراتي شرکتونه وبلل ؛ خو د مخابراتي شرکتونو استازي دا تور ردوي او وایي، د ولسمشر د فرمان له مخې ددغو مالیاتو راټولو د حکومت کار دی او باید دا مسوولیت بر غاړه واخلي .

د مالیې پخوانی وزیر، اکلیل حکیمي څرګندوي:«مخابراتي شرکتونه مانع وو چې سم سیستم جوړ شي تر څو موږ انه انه سره ټولې کړو.»

په همدې حال کې عسکرزاده زیاتوي:«زه فکر کوم چې د دې مسوولینو سلاکاران دوی ته سمه سلا نه ورکوي او دا مسوؤلین او د کابینې وزیران ناسمې پرېکړې د غلطو مالوماتو پر اساس کوي.»

 د طلوع نیوز موندنې وايي، یوازینۍ هغه تګلاره چې  دغه عواید یې له مخې راتولیږي څلور پاڼې کاغذ دی چې د شرکتونو له لوري د  رپورټ په توګه هر پنځلس ورځې وروسته برابریږي او وروسته دغه رپوټ  د مالیې ؛مخابراتو ؛ او اقتصاد وزارتونو او اترا ادارې  د یو پلاوي له لوري څیړل کیږي.
 
د طلوع نیوز موندنې ښيي، چې وروستیو درېیو کلونو کې د مخابراتي خدمتونو د محصول له اړخه په میلیاردونو افغانۍ د یوه څارونکي سیسټم نشتوالي له کبله یوازې د څو پاڼو په رپوټ کې راټولې شوې دي

شریک یي کړئ